1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تخار کې د یوه ځایي قوماندان په ګډون اته کسان ووژل شول

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۲۶, پنجشنبه

د کندز – تخار د لویې لارې قوماند د پنجشنبې په ورځ له خپلو څلورو ساتونکو سره د ناپیژندل شویو وسلوالو په یوه کمین کې ووژل شو. په دغه پیښه کې درې ښځې هم وژل شوې دي.

https://p.dw.com/p/1IVPU
Karte Afghanistan Provinz Takhar Englisch
انځور: DW

د پولیسو یوه ویاند خلیل اسیر، ویلي دي چې د د کندز – تخار د لویې لارې قوماند قهار خورمابي، په یوه کمین کې وژل شوی دی. هغه او اووه تنه نور په تخار ولایت کې د ناپیژندل شویو وسلوالو په یوه کمین کې وژل شوي دي.

د تخار او کندز ولایت پولیسو ویلي دي چې دغه قوماندان په دواړو ولایتونو کې د امنیت په راوستلو کې پیاوړی نقش لاره.

د کندز ولایت د پولیسو یوه ویاند عزت الله اکبري، ویلي دي: «په هغه سیمه کې چې خورمابي له کمین سره مخامخ شوی دی، طالبان فعالیت نه لري نو له دې کبله موږ نه شو کولای په دقیقه توګه ووایو چې هغه چا په نښه کړی دی.»

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغې پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب