1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تبت کې دوو تنو ځانونه سوځولي دي

۱۳۹۱ آبان ۶, شنبه
https://p.dw.com/p/16Y32

د چین هیواد په شمال لویدیځه څنډه کې دوه تنه تبیتیانو خپل ځانونو ته اور ورته کړی دی. د «آزاد تبت» د سازمان او د «آسیا د آزادۍ راډیو» د معلوماتو له مخې دغه کسانو د جمعې په ماښام د ورپیښو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

په دې ترتیب سره د چین هیواد په شمال لویدیځ ولایت گانسو کې د یوې اونۍ په اوږدو کې د احتجاج په توگه پنځو تنو خپل ځانونه سوځولي دي. د لندن میشته «آزاد تبت» د فعالینو د سازمان د څیړنې له مخې د ۲۰۰۹م کال د فیبروري په میاشت کې د تبیتیانو په یوه ستر لاریون کې شاوخوا ۶۰ تنه نارینو او ښځو ځانونه سوځولي وو چې د هغوی زیاتره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.