1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تايوان کي زلزلې آسمانڅکي ودانۍ نړولي دي

۱۳۹۴ بهمن ۱۷, شنبه

د زلزلې شدت د دې لامل سو چي په تايوان کي يو شمېر جګي ودانۍ راونړيږي او يا زيانمني سي. د زلزلې له کبله مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

https://p.dw.com/p/1Hqgo
انځور: Reuters

د تايوان په هيواد کي سختي زلزلې ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي. د چارواکو په وينا په دغه زلزله کي لږ تر لږه پنځه انسانان وژل سوي او يو شمېر نور ژوبل سوي دي. د دغه هیواد د تاينان سويلي ښار د ۶،۴ شدت لرونکي زلزلې ولړزاوه او يو شمېر ودانې ونړېدلې. په دې ترڅ کي د يوې ۱۶ پوړيزه ودانۍ د نړېدو له کبله يوه مېرمنه، يو سړی او يو طفل ووژل سو. د مرستندويانو په وينا په ټوليزه توګه ۳۰۰ ژوبل سوي انسانان و روغتونونو ته رسول سوي دي.

د چارواکو په وينا يوازي د يوې زيانمني سوي ۱۶ پوړيزه ودانۍ څخه ۱۰۰ انسانان ژغورل سوي دي. دغه ودانۍ په بشپړه توګه پر يو اړخ لوېدلې ده. دا چي اوس هم څومره انسانان په دغه او نورو ودانيو کي بند پاته دي، لا نه ده څرګنده. د چارواکو په وينا په لوړه کچه د ژغورنې عمليات پېل سوي دي.مرستندويان په داسي حالت کي د زیانمنو سوو خلکو مرستي ته رسېدلي ول چي لا تاريکه وه. مرستندويانو د ځان سره زياته ړنا کوونکي څراغونه درلود او د ودانيو په خرابو کي يې د انسانانو تلاښ کاوه. يوې مېرمني و SET TV نومي تلويزيوني کانال ته ويلي دي چي د زلزلې وروسته يې د کور ودانۍ ته زیان واوښت او د کور دروازه بلاک سوه. دغې مېرمني وويل چي د چکوښ په مرسته يې خپله د کور دروازه ماته کړه، تر څو ورڅخه ووتلای سي. دغه ښار چي پکښي دوه مليونه انسانان ژوند کوي، د زلزلې په ترڅ کي يې اکثره کوچني کورونو ته زیان نه دی اوښتی.

Taiwan Erdbeben
انځور: Reuters

مادونا به تايوان کي

د زلزلې تکانونه د تايوان په ټول ټاپو کي احساس کړل سوې. دغې زلزلې سندرغاړې مادونا او د هغې موسيقي ږغونکي هم حيران کړل. نوموړې په تايوان کي د کانسرتونو په ورکولو بوخته ده. د دغې سندرغاړي مېنېجر پر انټرنټ ليکلي: «موږ ښه يو... او هيله لرو چي دغه ژر پای ته ورسيږي.»د امريکا په متحده ايالاتو کي د زلزلې ادارې USGS ويلي دي چي د دغې زلزلې مرکز د بندري ښار کاوسي يونګ په شمال کي په ۴۰ کلومترۍ کي واقع ؤ. د سمندري توپان څونامي د خبرداري ورکونکي مرکز له خوا ويل سوي چي د دغې زلزلې له کبله د اوبو د لويو څپو د رامنځ ته کېدو ګواښ نسته.

Taiwan Erdbeben
انځور: picture-alliance/AP Photo

د تايوان ټاپو د زلزلې په سيمه کي پروت دی

په تايوان کي زيات وختونه زلزلې کيږي چي زيات زيانونه اړوي. د ۱۹۹۹ کال په سپتامبر مياشته کي د ۷،۶ شدت زلزلې ۲۴۰۰ انسانان وژلي ول. د ۲۰۱۳ کال د جون په مياشت کي د ۶،۴ شدت زلزلې څلور انسانان وژلي ول. هغه وخت په ټول هيواد کي مځکي هم ښويېدلي وې. د تايوان ټاپو په داسي سيمه کي پروت دی چي د مځکي دوې لاندنۍ لويي سطحي يو د بل سره مُښلي او په دغه سيمه کي د زلزلو لامل ګرځي.