په تاجیکستان کې وزلوبه
وزلوبه د منځنۍ اسيا لوبه ده چي تر اوسه په افغانستان او تاجيکستان کي رواج لري. دغه سنتي لوبه مخالفان هم لري. دغه انځورونو پروین سعادتي په تاجیکستان کې له دې لوبې اخیستې.
وزلوبه ډیر لیدونکي لري او میدان ته ننوتل یې ډیر ستونزمن کار دی.
د وزلوبي میدان ته نزدې په لسونو موټر او په سونو کسان راټولیږي. هغوی میدان ته نزدې تپو ته پورته کيږي چې لوبه ولیدلای شي.
په دې لوبه کې پر آس باندې ډیر فشار راځي او ډیر وخت پکښې ژوبلیږي.
دغه لوبه په اسیا کې ډیر مینوال لري. ویل کیږي چې دغه لوبه آن د جنګیزخان د حکمرانۍ پر مهال هم رواج وه.
وزلوبه اوس په داسې یوه ورزش بدله شوې ده چې پکښې لوبغاړي د خپل ځان او خپل آس ځواک نندارې ته وړاندې کوي.
د وزلوبي آسان باید څو کاله تربیه او ښه وساتل شي چې ښه وځلیږي.
بزکشي په افغانستان کې هم ډیر مینه وال لري. د افغانستان په شمال کې د دې لوبې له پاره ډیر آسان ساتل کیږي او د رخصتیو په ورځو د مینه والو مخ ته ترسره کیږي.
په تاجیکستان کې د نوروز جشن په ترڅ کې وزلوبي (بزکشی) هم ترسره کیږي.
د هغه کس نوم چې وزه یې د میدان ټاکل شوي ځای ته رسولې ده اعلانیږي او هغه ته ځانګړې شوې جایزه هم ډیر وخت د وزې تر رسولو وروسته هغه ته سپارل کیږي.
په افغانستان کې بزکشي یوه ملي لوبه بلل کیږي.
دغه انځورونه د دویچه ویله فارسي څانګي ته له تاجیکستان څخه میرمن پروین سعادتي، استولي دي.