په بگرام کي يوه جنگي امريکايي الوتکه رالوېدلې
۱۳۹۵ فروردین ۱۱, چهارشنبهد پنتاگون وياند پيتر کوک، د چهارنشبې په ورځ رسنيو ته ويلي دي چي الوتکي د سه شنبې په ورځ ماښام د کابل په شمال بگرام هوايي اډې څخه د پورته کېدو پرمهال سقوط کړی دئ.
هغه ويلي دي: «ائتلافي ځواکونو د الوتکي د رالوېدلو ځای کلابند کړی دئ او اوس د پيښي په اړه پلټني رواني دي.
په افغانستان کي وسله والو طالبانو ادعا کړې ده چي دغه جنگي الوتکه د دوی جنگياليو له لاندي په هوا کي ويشتلې او پکښې سپاره ټول کسان وژل سوي دي. خو دغه ډله د جنگي ادعاوو په برخه کي پيژندل سوې ده.
کوک ويلي دي چي هيڅ داسي نخښي نښانې نه سته چي الوتکي دي د دښمن په يوه اقدام کي سقوط کړی وي.
هغه ويلي دي چي پيلوټ له الوتکي سالم غورځېدلی او ائتلافي ځواکونو موندلی دئ. پيلوټ اوس د روغتيايي ډلي تر ارزوني لاندي دي.
بگرام د کابل په شمال کي په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو تر ټولو ستره هوايي اډه ده.