1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بګرام کي اوس هم 730 تنه افغانان بنديان دي

۱۳۸۷ بهمن ۱۱, جمعه

د ګونتانامو زندان تړل کيږي ولي د بګرام د بنديانو په اړه تر اوسه هيڅ هم ندی ويل سوي

https://p.dw.com/p/Gk3i
هغه کسان چي د بګرام په زندان کي بنديان دي په سلو کي60 د شخصي تربګنيو له امله بنديان سوي دي.
هغه کسان چي د بګرام په زندان کي بنديان دي په سلو کي60 د شخصي تربګنيو له امله بنديان سوي دي.انځور: AP

په ګوانتانامو او د ننه په افغانستان کي په سل هاوه تنه افغانان د امريکايي پوځيانولخوا بنديان شويدي. سره لدې چي د امريکا د متحده ايالتونو نوى ولسمشر بارک اوباما پريکړه کړې چي د يوکال په اوږدوکي به د ګوانتانامو زندان وتړل شي خو د ننه په افغانستان کي داسي زندانونه شته چي يو زيات شمېرکسان له القاعدې او وسله والو طالبانو سره د اړيکو د درلودلو په تور د امريکايانو لخوا نيول شوي او تر توقيف لاندې دي. يو له دغو زندانونو څخه د بګرام په پوځي اډه کي د امريکايي پوځيانو لخوا جوړ شوى زندان دى چي په هغه کي 730 تنه افغانان د ناڅرګندي مودې له پاره په بندکي شپې ورځي تيروي.

د سولي د ټينګښت د کميسيون اداري رييس ښاغلى پوهنوال محمد اکرم ميرهزار وايي چي: تر اوسه د ګوانتانامو او بګرام له زندانونو څخه 780 تنه بنديان خلاص سوي چې 63 تنه له ګوانتانامو او717 تنه د بګرام له زندان څخه خلاص شوي دي ، او 200 تنه له بګرام څخه د څرخي پله زندان ته ليږدول شوي دي.

ښاغلى مير هزار وايي چي: د بګرام په زندان کي له بنديانو سره سم چلند نه کيږي. د سولې د ټينګښت د کميسيون اداري رييس وايي چي: هغه کسان چي د بګرام په زندان کي بنديان دي په سلو کي60 د شخصي تربګنيو له امله بنديان سوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر ښاغلى لعل ګل لعل وايي چي: د ځينو امريکايي علمي او مدني بنسټنو لخوا يو رپوټ تير کال د نوامبر په مياشت کي خپور سوى چي تر اوسه عامه مطبوعاتو ته هم نده وتلى، په نوموړي رپوټ کي داسي څېړني شوي چي امريکايان له بنديانو سره د ټولو منل شويو نړيوالو قوانينو پرخلاف عمل کوي هان داچي تر شکنجې او ځوروني لاندي ځني کسان مړه شوي هم دي.

ښاغلى لعل ګل وايي چي: امريکايان غواړي د شپيتو مليونو ډالرو په لګښت په بګرام کي يو نوى زندان هم جوړ کړي. د سولې د ټينګښت د کميسيون اداري رييس وايي چې : د دوى غوښتنه دا ده چې د ګوانتانامو او بګرام زندانونه دې وتړل شي.

همدارنګه ښاغلى لعل ګل هم هيله څرګندوي چې دا به د بارک اوباما د ادارې لپاره يو لوى ګام وي که چيرې ټول هغه زندانونه وتړي چې د دوى د پوځيانو لخوا په ناقانونه توګه جوړ شوي دي .

د سياسي چارو کارپوه ښاغلى داد نوراني وايي چې : په افغانستان کې ٢٤ امريکايي زندانونه شته چې له بنديانو سره په دغو زندانونو کې زړه بوګنونکى چلند کيږي .

د ښاغلي نوراني په وينا که چيرې په افغانستان کې امريکايي زندانونه شتون ولري د ګوانتانامو د زندان تړل به کومه مانا ونلري.