1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په بيت المقدس کي مرگ ژوبله

۱۳۹۶ تیر ۲۳, جمعه

د بيت المقدس په زاړه ښار کي الاقصی مسجد ته نژدې پولیسو هغه درې بریدکوونکي ویشتلي دي، چي مخکي یې پر هغوی باندي فیرونه کړي ول. دوه پولیس وژل سوي او يو بل ټپي دی. د بریدکوونکو لومړی څرک د اسراييلو شمال ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/2gXYR
Israel Tempelberg Anschlag in Jerusalem
انځور: Getty Images/AFP/A. Gharabli

د بيت المقدس په زاړه ښارکي درو بریدکوونکو پر پولیسو باندي ډزي وکړې او په چاړو باندي یې هم حملې پر کړي دي چي په ترڅ کي یې څو تنه پولیس ټپیان سوي دي. د ټپي سوو پوليسو دوه تنه دومره سخت زخمیان سوی ول چي وروسته په روغتون کي مړه سول.

د یوه بل پولیس حالت سم دی او تر معالجې لاندي دی. دغه درې ځوان بریدکوونکي بیا د اسراييلو د پولیسو په حواله د الاقصی مسجد پر لور د تیښتي پر وخت ویشتل سوي دي. له هغوی سره درې وسلې هم موندل سوي دي. د اسراييلو رسنیو رپوټ ورکړی دی چي بریدکوونکو اسراييلي تذکرې درلودې.

«هارتس» ورځپاڼي رپوټ ورکړی دی چي د اسراييلو داخلي استخباراتي سازمان شین بیت دغه درې کسان د اسراييلو په شمال کي د ام الفحم د سیمي د اسراييلي عربانو په توگه پيژندلي دي.

د بيت المقدس په زاړه ښارکي د وسلو او چاړو په واسطه دغه ډول یوه حمله له کلونو راهیسي تر ټولو سخته حمله وه. زوړ ښار د بيت المقدس په شرقي برخه کي موقعیت لري چي د اسراييلو له خوا اشغال او الحاق سوی دئ. دلته د الاقصی مسجد هم پروت دی چي د مسلمانانو دریم مقدس مکان دی. له هغه سره نژدې د یهودانو د عبادت دیوال هم موقعیت لري.

د جمعې لمونځ منع سو

تر دغي خونړۍ پيښي وروسته پولیسو په الاقصی مسجد کي د جمعې لمانځه ته اجازه ورنه کړه. په عادي ډول سره دلته هره جمعه په زرونو کسان د لمانځه له پاره راځي. امنیتي قواوو د مسجد پر شاوخوا د جبل ټوله تپه بنده کړه. په پخوانیو وختونو کي دغه ډول حملې په ټوله سیمه کي د نارامیو سبب گرزیدلي.

د اسراييلو د پولیسو مشر روني ال شیخ، د دغي پیښي په هکله ويل دي چي هغه به په ملي او بين المللي سطحه جدي اغیزي ولري. د غزې په تراډه کي حاکم د حماس ډلي بیا دغه برید د رسنیو په حواله «د اسراييلي ترهگرۍ او الاقصی مسجد ته د بې احترامۍ یو طبیعي جواب» او هم د فلسطينیانو د دومداره مقاومت یو ثبوت بللئ دی.

په دې ترڅ کي د فلسطين جمهوررئيس محمود عباس د اسراييلو له صدراعظم بنيامين نيتانياهو سره تلیفوني خبري کړي دي. ویل کیږي چي عباس په اسراييلو کي الاقصی مسجد ته نژدې دغه خونړۍ حمله غندلې ده.