1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بولدک ولسوالي کي يو بشپړ روغتيايي مرکز جوړيږي

۱۳۸۹ بهمن ۱۰, یکشنبه

دغه روغتياي مرکزد کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ د حاجي عبدالرزاق په کلي کښي جوړيږي.

https://p.dw.com/p/Qwku
د سپين بولدک ولسوالي
د سپين بولدک ولسواليانځور: DW

د کندهار د عامي روغتيا د ريس ډاکټرعبدالقيوم پخلا په خبره دغه مرکز چي د لسهاوو خونو درلودونکی به وي د هندوستان هيواد د ١٥٣ زره امريکاي ډالره مالي لګښت جوړيږي.

د ډاکټر پخلا په وينا د روغتياي مرکزد جوړيدو ځمکه د خلکو مرسته ده چي خپله شخصي مځکه يې د يو کلينيک د وداني جوړيدو ته ورکړې.

ددغه سرحدي ولسوالۍ په ليري پرتو سیمو کي ددغه ډول روغتيايي مرکزونو جوړول ډير اړين دي.

که څه هم دغه ولسوالي د ډيورنډ د کرښي سره پرته ولي بيا هم ډير ناروغان يې د ولسوالۍ مرکز يا پاکستان ته تر رسېدو د مخه خپل ژوند د لاسه ورکوي.

د بولدک ولسوالۍ اوسيدونکي ددغه روغتياي مرکز په جوړيدو ډير خوشاله دي او وايي چي اوس به د هغو ستونزو څخه خلاص سي چي ناروغان يې د تداوی د پاره د هيواد څخه د باندي بيايي.

دغه راز ددې ولسوالۍ اوسیدنکي وايي، دا چي ولسوالي يې وچه ده او زراعت ،کراو کرونده يې نسبتاً کمه ده، نو اوسيدونکي يې د بيارغوني چارو ته ډيره اړتيا لري.

د هغوی په خبره چي، په ولسوالۍ کښي ښوونځي ، کلينيکونه ، د سړکانو رغول او جوړول او همدارنګه د صحي پاکو اوبو زيرمو او د زراعتي سيسټم پرمختګ ته هم ډير اړ دي.

اوسيدونکي وايي چي د امنيت په برخه کښي يې دا زمينه مساعده کړې ترڅو خپله ولسوالي ورغوي او ودانه يې کړي.

د يادوني وړده چي دا مهال د کندهار په سپين بولدک ولسوالي کښي څلور بابه روغتياي مرکزونه شتون لري چي، يو باب يې د ولسوالۍ په مرکز او درې نور يې د ولسوالۍ په ليري پرتو سيمو کښي دي.

نړيوال/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل