1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بوتان کي د ماشوم زېږولو وژونکي خطرونه

۱۳۸۷ فروردین ۲۲, پنجشنبه

خو په بوتان کې تراوسه پورې لاهم له هرودرې ښځو څخه دوې تنه خپل ماشومان په کور کي زېږوي، اکثراًله هرډول طبي مرستو پرته

https://p.dw.com/p/DfTh
د يوه کوچنی ماشوم تر زيږېدو دوې مياشتي وروسته د هغه و عيبونو ته پام سوی دی
د يوه کوچنی ماشوم تر زيږېدو دوې مياشتي وروسته د هغه و عيبونو ته پام سوی دیانځور: dpa

د هماليا د غرني هېواد بوتان د گاسا د کلي اوسېدونکې پسنگ » ونگمو « وايي:» پخواهغه زېږنتون ته د رسېدو لپاره، چې زمونږکلي ته ترټولونږدې پروت وو، په پښوشپږساعته وخت په کاروو. « ځوانه پسنگ د دې لپاره، چې خپل ماشوم د زېږنتون په ډاډه شرايطوکې وزېږوي، په يوې غرنۍ، ښکته اوپورته لارې کې دپښو مزل وزغمی. خو په بوتان کې تراوسه پورې لاهم له هرودرې ښځو څخه دوې تنه خپل ماشومان په کور کي زېږوي، اکثراًله هرډول طبي مرستو پرته.

د بوتان غرني کلي ليري پراته دي، ترانسپورټي امکانات ډېرليري پرتوروغتيايي مرکزونوته ډېرلږدي او په دغوکليوکې په ندرت سره يوڅوک پوهيږي، چې د حاملگۍ په وخت کې د احتمالي ستونزواوخطرونو نښې نښانې کومې دي او په دغوحالاتوکې بايد څه وشي. بيا او بيا ځوانې مېندې يا د ولادت په ترڅ کې اوياهم تر ولادت لنډوخت وروسته خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ملگروملتونوله ماشومانوسره مرسته کونکې ټولنه يونيسف د بوتان زېږنتونونه په طبي وسايلوسمبالوي او نرسانې ياقابلې ورته روزي. پردې سربېره، په غرنيوکليوکې خلکوته پدې هکله معلومات ورکوي، چې د حمل لرلوپه وخت کې د يوې ښځې ښه پالنه څومره مهمه ده او سړی څنگه د خطرناک حالت نښې نښانې وختي پېژني.

د يونيسف د آلمان څانگې په بوتان کې د مېندو د مړينې د مخنيوي له پروگرام سره په 1385 / 1386 کلونوکې يوسل اوپنځوس زره اويرو مرسته کړې ده. مجموعاً يې زېږنتونونوته يوسل او دوه څلوېښت کټونه ورکړي او درې سوه نرسانوته يې د فني اومسلکي زده کړوامکانات برابرکړيدي. نورې مرستې هم په پام کې دي.