په بهر کې د آلماني عسکرو لگښت څه کم 911 ميليونه ايرو ته رسيږی
۱۳۸۷ فروردین ۱۹, دوشنبهاعلان
دغه خبر يوې آلماني ژبې ورځپانې بيلد ام زونتاگ پرون کړی ده. تر ټو لو زيات لگښت په افغانستان کې د آلماني عسکرو دی. د ايساف عسکرو لپاره تېر کال 466,9 ميليونه او د تورنادو الوتکو لپاره 48,4 يليونه ايرو لگيدلی دی.
د دې لپاره چې آلماني عسکر په امن کې کار او ژوند وکړی شی، په 127,3 ميليونه ايرو نوې عسکري تجهېزات اخيستل شوي دي.