1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بن کې د بتهوفن د ۲۰۱۴ کال فیستیوال

اناستازیا بوتسکو / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ شهریور ۱۶, یکشنبه

د آلمان د بن په ښار کې د بتهوفن د ۲۰۱۴ کال په فیستیوال کې د کلاسیکي موسیقۍ مشهوره هنرمندان او د آرکسترونو ځوان رهبران په څلور پړاوونو کې د بتهوفن د موسیقۍ په غږولو سره، د موسیقۍ د دغه نابغه فیستیوال معرفي کوي.

https://p.dw.com/p/1D8Pr
انځور: DW/L. Tarek

د سپټمبر تر ۶ نیټې وروسته د ۶۰ محفلونو په ترځ کې د بن د دغه ستر زوی ستاینه کیږي. د هر فیستیوال له پاره د شعار انتخاب په حقیقت کې یوه عنعنوي بڼه غوره کړی ده. د دې فیستیوال نوی رئیس «نیکه واگنر» هم غواړي دغه دود په خپل پخواني شکل پاتی شي. نوموړی په دې هکله وايي:« دا یوه ډیره ښه وسیله ده، چې پروگرام ته نوره هم ښکلا وربخښې او په ټاکلي مسیر يي رهبري کوي».

د ۲۰۱۴ کال د فیستیوال شعار « د خدایانو بڅرکې» دی، چې «نیکه واگنر» هغه له خپل پخواني سیال «ایلونه شمیل» څخه اخیستې دی. د «خدایانو د بڅرکي خوښي» په حقیقت کې د لودویک بتهوفن په سیفون کې د ډله ییزې ترانې بنسټیزه موضوع ده.
دا شعر د نړۍ د ټولو مخلوقاتو تر منځ د پيوستون یو پيغام دی. په دې ترتیب سره موسیقي باید اوریدونکي تر خپلې اغیزې لاندی راولي او د «خدایې بڅرکي» په ډول په اهتزار راشي.

څلور پړاوونه، د ارکستر ځوان رهبران او د موسیقۍ د نړې پخواني استادان

د بتهوفن فیستیوال د سپټمبر د میاشتې په شپږمه پيلیږي او د اکتوبر تر دریمې نیټې د موسیقې د نړۍ د دغه نابغه په ټاټوبي کې دوام پيدا کوي. د فیستیوال سږنې پروگرام« بڅرکي» څه شي دی چې د ۶۰ محفلونو په ترڅ کې په ۲۱ ځایونو کې ترسره کیږي؟
د فیستیوال په پيل کې د بتهوفن د نوم د لیږد مراسم ترسره کیږي. د پروگرام پر اساس په څلورو دورو کې د بتهوفن د موسیقۍ آثار غږول کیږي.

دغه فیستیوال په ۱۸۴۵ کال کې د لومړي ځل له پاره د «فرانس لیست» په وسیله په لاره اچول شوې وو. اوس د څلورم ځل له پاره د بتهوفن ۹ واړه سمفونیو ته په پروگرام کې ځای ورکول شوې دی. د بتهوفن په سالون کې د« برمینگهم ښار د سمفونې آرکستر» د اندریس نلسنز، په مشرې څلور شپې په پرله پسې ډول د بتهوفن هنري شهکارونه غږوي.

نیکه واگنر دویچه ویله ته د هغه په اړه وویل:« په عین وخت کې نلسنز د یو جدي او زړه راښکونکي ارکستر لارښود دی. هغه د بتهوفن ټول هنر مونږ ته د هغې له اوج او ژوروالي سره نندارې ته وړاندی کوي».



په همدې ډول د آرکستر یو تن بل ځوان لارښود یانینک نِزِت سِگوین د خپلې ډلې «روتردام فلارمونیک آرکستر» سره د بتهوفن سندرې وايي. نیکه واگنر د نوموړي په هکله د خوښې په څرگندولو سره دویچه ویله ته وویل:« دغه ځوان انرژې لري، هر څه ته چې لاس ور وړي پر اورلوبو بدلیږي.........د دغو دواړو آرکسترانو کنسرتونه باید هیڅ څوک له لاسه ورنه کړي.»

اندریس نیلسن
اندریس نیلسنانځور: imago/CTK Photo/S. Zbynek

د نمایش دویم دور د بتهوفن د پيانو دوه کنسرتونه تشکیلوي چې د لایف اوفه اندسنس په وسیله غږول کیږي. دریم پړاو د یوناني ویلون غږوونکي لِئونیداس کاواکوس په وسیله معرفي کیږي.

په دې فیستوال کې د کامپوز په نامه پروژې هم څلور کاله وشول. دغه پروژه د دویچه ویله په همکارې جوړه شوې ده. د دریمې دورې په پای کې« له بتهوفن سره د ملاقات» تر عنوان لاندی د انقري د آرکستر سیفوني د «ایسن متین» له خوا نندارې ته وړاندی کیږي. بالاخره څلورم دور د روسيي د پيژندل شوې هنري ډلې بورودین کوارتت په موسیقۍ سره پای ته رسیږي.