1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بن کي د رسنيو نړيواله درې ورځنۍ غونډه

۱۳۸۸ خرداد ۱۳, چهارشنبه

آيا مطبوعات او خبري رسنۍ يوازي جګړې په فلمونو او کليماتو سره تمثيلوي، که يا دا چي کولاي شي، د جګړو او شخړو د حل په لاره کي هم خپله ونډه تر سره کړي؟

https://p.dw.com/p/I2iK
د دويچه ويلي مشر ايريک بيترمن د غونډي د پرانستلو پر مهال
د دويچه ويلي مشر ايريک بيترمن د غونډي د پرانستلو پر مهال

تر همدي سرليک لاندي د جون د مياشتي د3 نيټې څخه تر 5 نيټې پوري د آلمان د بن په ښار کي د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو تر مشرۍ لاندي يوه غونډه روانه ده.

د دويچه ولي المان ږغ راډيو ځان دبشري حقونو ږغ بولي. بشري حقونه څه په نړيوالو لانجو، څه په کورنۍ جګړو،اویا د بيلابيلو ولسي ډلو ترمنځ لانجوکي ډير زيات ټپي کيږي. نو د همدې له پاره به داښه نتيجه ولري چي دويچه ويلي ځان زيادتره د لانجوپه وړاندي وقايي باندي مصروفوي. ددې له پاره چي د رسنيو په نړۍکي په دي وروستيو کلونوکي د اينترنت، د نوي تکنالوژيو،او د ټولنيزو شبکو له لاري ډیر بدلون راغلي دي. نو دا د نړيوالو رسنيو جرګه، دبيلا بيلواو ډول ډول رسنيو په عصرکي، د لانجو په وړاندي د وقايي ترنامه لاندي جوړه شوې ده. د دويچه ويلي المان ږغ راډيو د رسنيو د خدماتو د ټولني اداري مشر رالف نولتينګ ددې دري ورحنۍ غونډي پروګرام ته ترزياتي اندازي پوري له نورو سره په ګډه وده ورکړې ده.

البته چي په عمومي ډول سياسي غونډي ډيري جوړيږي . اوکافي درسنيو کنفرانسونه هم شته دي. خوموږ غواړو داسي يو کنفرانس جوړکړو چي دغه دواړه اجزاپکښي وي. ددې خبري مانا داده چي موږ له يوې خوا ډير خلک اوسازمانونه چي د نړۍ په ډيرو مهمو پوښتنو باندي ځانونه بوختوي رابللي، چي په هغوکي سياستوال،پوهان، اوغيرحکومتي سازمانونه شامل دي. له بلي خوا مو هغه کسان رابللي دي چي پدي پوښتنو باندي د ژورناليزم اوخبريالۍ له مخه ځانونه مصروفوي. چي د هغو په ډله کي ژورناليستانو، د رسنيو متصديانو، پوهانو، چي رسنيو د اغيزو په ساحه کي کارکوي، تخنيکران چي له تخنيکي پلوه ځان لدي موضوع سره بوختوي، چي رسنۍ څنګه مخ په وړاندي وده کولای شي.بلنه ورکړل شوې ده.

دويچه ولي سږ کال د«رسنيو په جهاني جرګه» کي په سترصالون کي دکنفرانسونو جوړول په پام کي نلري. البته چي داسي کنفرانسونه به هم وي .خوله هغه سره به موازي ورکشاپونه اوجرګه ګۍ هم جوړي شي. پدې برخه کي د ګډون کونکو فعاله برخه اخيستنه نه يوازي ممکنه ده،بلکي هيله کيږي چي دوی فعاله برخه پکښي واخلي. په مجموعي ډول به درسنيو په جهاني جرګه کي ددې طرحي سره سم 50 بيلا بيلي غونډي جوړي شي. رالف نولتينګ وايي چي دې کنفراس ته علاقه ډیره زياته ده.

همدا اوس څه ناڅه 1200 کسو پدي غونډه کي دګډون د رخواست ورکړی دی. قاعدتا سړي ويلای شي چي د هغو له ډلي څخه ممکن په سلو کي لس رانشي.خوزه فکرکوم چي د900 تنو په شاوخواکي به پدي جرګه کي کډون وکړي . اوکه رښتيا دومره کسان راشي د مالي بحران پدي کال به دا ډيره ښه نتيجه وي چي موږ به يي واخلو.

دا جرګه نن دچهارشنبي په ورځ دجون د مياشتي په دريمه نيټه داينترنت په چاروکي دنظر د خاوند هووارد راينګولد، لخواپرانيستله سوله. راين ګولد له ډيرو کلونو راهيسي د مخابراتو اود اړيکونيولو، د نويو تکنالوژيو ميخانيزم څيړي . دي دې ته علاقه لري چي څنګه متحرکي رسنۍ اوانترنت خلکوته ددې توان ورکوي چي په ډیر ګړنديتوب سره او ډیر زیات، ګډفعاليتونه سره وکړي. دغسي فعاليتونه چي داس ام اس په واسطه شوي اوسره منسجم شوي وو، په 2001 کال کي دفلپاين دجمهورريیس يوزف استرادا دراپرزيدو سبب شول راين ګولد به په بن کي پدي هکله خبري وکړي چي څنګه لدي امکاناتو څخه دلانجو په وړاندي د وقايي له پاره کار اخيستل کيداي شي .

von Hein, Matthias/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل