په بند امیر کې د سیلانيانو موسم
بند امیر چې د افغانستان ملي پارک دی، په دې ورځو کې د ډیرو سیلانیانو کوربه دی. د نورو کلونو په پرتله سږکال د سیلانیانو شمیر ډیر زیات تر سترگو کیږي. (لیکوال او عکاس: محمد زمان احمدي)
زړه راښکونکي طبیعي منظرې
د بامیان بند امیر د افغانستان مشهور او په زړه پورې طبیعي منظرې لري. دغه ښکلې سیمه د سیلانیانو له پاره ډیره په زړه پورې ده.
زړه راښکوني اوبه
د ځينو کسانو له پاره یوازې دا هم بسنه کوي چې د بند امیر د اوو بندونو د اوبو په نندارې سره خپل روح آرامه کړي او په ښارونو کې ورکه شوې رواني خوښي بیرته تر لاسه کړي.
سیلانیان او طبیعي نندارې
زیاتره سیلانیان د هیواد له دننه څخه د رخصتیو تیرولو له پاره بامیان، په ځانگړې توگه بند امیر ته سفر کوي.
د طبیعت په لمن کې پناه اخیستل
د ښارونو له هلې گولې څخه ستړې شوي یو شمیر خلک هڅه کوي چې د طبیعت لمنې ته په پناه وړلو سره لنډه موده روحي آرامښت ولري.
نا امنۍ او د سیلانیانو کمیدل
د فرهنگي چارو د کارپوهانو په وینا، بامیان ته د اوږدو لارو په ترڅ کې نا امنۍ د دې سبب شوي دي چې دغې سیمې د بهرنیو سیلانیانو شمیر کم شي. که چیرې د لارو امنیت ټینگ وای د سیلانیانو شمیر به څو وارې ډیر وو.
بند امیر کې د کښتۍ چلول
په بند امیر کې ډیر سیلانیان په کوچنیو کښتیو کې چکر وهي. هغوی په ساعتونو ساعتونو د اوبو پر سر د خپلې خوښۍ شیبې تیروي.
سیلانیان او په طبیعي حضو کې لمبا؟
د بند امیر په طبیعي حوضونو کې لامبل د سیلانیانو یوه بله سرگرمي ده. د بند امیر په شفا بخښونکي طبیعت باندې باور، د دغه بند په گرمو اوبو کې د لمبیدو یوه بله انگیزه ده.
تلپاتي جذابیت
ښایي د بند امیر زیاترو سیلانیانو دغه زړه راښکونکي سیمي ته څو وارې سفر کړی وي، خو هیڅکله ورته د هغې جذابیت تکراري نه بریښي.
له ښکلي طبیعت څخه خوند اخیستل
د دغې سیمې په زرغونو برخو کې لوبو کولو دا امکان برابر کړی دی چې د بند امیر له فضا څخه لا ډیر خوند واخیستل شي.
د لاسي صنایعو گرم بازار
په بند امیر کې د سیلانیانو حضور، د لاسي صنایعو بازار هم گرم کړی دی. که څه هم لاسي صنایع په دې ورځو کې گران پلورل کیږي خو خپل رانیونکي لري. ډیر سیلانیان په دغه ځای کې لاسي صنایع د سفر د ډالۍ په توگه له ځانه سره وړي.