1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلوچستان ايالت کي هره ورځ ۱۵ کسه يوازي نشه يي موادو وژني

۱۳۸۹ مهر ۷, چهارشنبه

داسي ويل كيږي چي په بلوچستان ايالت كي د نشيي توكيو استمعال ورځ تر بلي زياتيږي چي د ښځو، ماشومانو او د پاخه عمر سړو په ګډن ډيرى كسان په نشيي موادو باندي روږدي دي.

https://p.dw.com/p/PPRh
په نشو د روږدو کسانو شمېر نه يوازي په جلوچستان ايالت، بلکي په سيمه کي د ډيريدو په حال کي دی.
په نشو د روږدو کسانو شمېر نه يوازي په جلوچستان ايالت، بلکي په سيمه کي د ډيريدو په حال کي دی.انځور: AP

د ډاكټرانو په خبره هغه كسان چي نشه كوي، د نشيي توكيو د استمعال له امله په بيلا بيلو ناروغيو باندي اخته كيږي چي وروسته يي يو شمير كسان مري.

د كوټي په ملكي روغتون كي يو تن متخصص ډاكټر غلام رسول وايي چي هره نشه خپل بد تاثير لري. مثلا له نسوار څخه د خولي ناروغي، د خولي كينسر د غاښونو خرابوالى، د اوريو خرابوالى او د خولي بوى، ستونى ځيني خبرابيږي د پزي ناروغۍ ځيني كيږي او د سګريټ هم دغه ګړدي كيسي دي.

د ډاکټر غلام رسول په خبره د چرسو استعمال بيا انسان بزدله كوي، په انسان كي د وهمه ناروغي پيدا كوي، له انسان څخه دا حيثيت ختموي چي د ځان مور او پلار، مايني بچيانو ورور او خور له زمواري څخه دى ليري كوي او دى د هغوى په باره كي سوچ او فكر نه

كوي او له دي پرته د شك بيماري په كښي پيدا كوي چي په ماينه، خور او ورور باندي شك كوي.

د هيرويينو د څكولو په اړه ډاکټران وايي چي، پر يو شمير نورو ناروغيو سربيره د دماغ او د ويني ناروغي ځني پيدا كيږي او له دې پرته د تور ژړي او ايډز ناروغي ځني پيداكيږي.

د دي پوښتني په جواب كي چي يو څوك نوى په نشه باندي روږديږي، كومي علامې لري ډاكټر غلام رسول په دي اړه د المان ږغ راډيو ته وويل:

كورته ناوخته راتلل، له داسي خلګو سره تعلق لرل چي هغه په معاشره كي ډير بدنام وي، په كور كي د كوچنيو كوچنيو شيانو وركيدل، پر ډوډۍ نه راتلل، چاته خوله نه ورنژدې كول.

د يادوني وړ ده چي په بلوچستان ايالت كي لږ تر لږه د ورځي پنځلس كسان د نشيي توكيو د استعمال له امله مري خو كاروباري خلګ يې د پيسو د يو ځاى كولو لپاره كاروبار ته لا پراختيا وركوي.

حبيب الرحمن تاثير/ کوټه

کتونکی: نجيب الله زيارمل