1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلخ کې ۸۰ سلنه میرمنې روغیتايي خدمتونو ته لاسرسی لري

۱۳۹۰ آبان ۷, شنبه

د بلخ ولایت د روغتیا د ادارې چارواکي وایي چې اوس مهال په دغه ولایت کې ۸۰ سلنه ښځې صحي خدمتونو ته لاسرسی لري. دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په دغه ولایت کې د مور او ماشوم په مړینه کې کموالی نه دی راغلی.

https://p.dw.com/p/131aA
په بلخ کې د نورو شمالي ولایتونو په پرتله د روغتیایي خدمتونو د عرضې کچه لوړه ده
په بلخ کې د نورو شمالي ولایتونو په پرتله د روغتیایي خدمتونو د عرضې کچه لوړه دهانځور: AP

په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان د نورو شمالي ولایتونو په پرتله، د بلخ په ولایت کې، ښځو ته د روغتیایي خدمتونو د برابرولو په برخه کې ډیر کار شوی دی. اوس د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې صحي مرکزونه جوړ شوي دي چې په کې د میرمنو لپاره روغتایی خدمتونه هم تر سره کیږی.

د شمال زون په مرکزي روغتون کې د امیدوارو میرومنو د روغتیا د دپارتمنت مشره، ډاګتر ناصره عمر یوسفي، وایي چې د بلخ په ولایت کې ۸۰ سلنه میرمنې روغتیایي خدماتو ته لاس رسی لي.

میرمن یوسفی زیاتوی چې د مزارشریف په ښار کې د میرمنو سل بستریزه حوزوي روغتون ښځو ته روغتیایي خدمتونه عرضه کوي. د هغې په وینا د بلخ ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې هم پنځه روغتونونه، ۱۶ جامع روغتیايي مرکزونه، ۳۳ اساسي روغتیايي مرکزونه او ۳۳ فرعي روغتیايي مرکزونه شتون لري چی ۹۷ سلنه یې ښځینه ډاکترانې او قابلې لري.

که څه هم د بلخ په ولایت کې میرمنو ته د صحي خدماتو د عرضه کولو کچه لوړه ده، خو بیا هم د مور او ماشوم په مړینې کې د پام وړ ټیټ والی نه لیدل کیږي.

د مزارشریف د صالحه بیاد په نسایي ولادي روغتون کې متخصصه، ډاکتر برشنا یوسفي، وایي دا چې میرمني د امیدوارۍ پر مهال روغتیایي مرکزونو ته مراجعه نه کوي د مور او ماشوم د مړیني د کچې د لوړوالي لامل ګرځي. هغه زیاتوي چې هره میرمن باید د امیدوارۍ په دوره کې لږ تر لږه څلور وارې روغتیایي مرکزونو ته لاړې شي.

د پوهی د کچی ټیټوالی هم د میرمنو د روغتیا لپاره بله ستونزه بلل کیږی. خو د بلخ ولایت د حوزویي روغتون مسولین وایي چې دوی د شمال په پنځو ولایتنو کې د میرمنو د روغتیا لپاره دعامه پوهاوي پروګرامونه لري.

د تر سره شوې سروې له مخې په بلخ کی ۸۰ سلنه، سمنګان او جوز جان کې ۶۰ سلنه، سر پل کی ۵۵ سلنه او د فاریاب په ولایت کی ۴۰ سلنه میرمنی روغتیایی خدمتونو ته لاس رسی لري.

دویچه ویله/ عبدالحمید صافی
کتونکی: مسعود جهش