په بلخ کي ځانمرگي بريد درې عسکر وژلي
۱۳۹۴ بهمن ۱۹, دوشنبهد بلخ د والي وياند منير احمد فرهاد، رسنيو ته ويلي دي چي د دوشنبې په ورځ سهار يوه ځانمرگي د دغه ولايت په دهدادي ولسوالۍ کي د ملي اردو د پرسونل موټر خپل هدف وگرځاوه.
هغه ويلي دي چي په دغه بريد کي د ملي اردو درې عسکر وژل سوي او ۱۸ نور ټپيان سوي دي.
د بلخ ولايت چارواکو زياته کړې ده چي وژل سوي او ټپيان سوي ټول د ۲۰۹ شاهين قول اردو افسران دي او ملکي کسان پکښې نه سته.
د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په يوه لېږل سوي ايميل کي د دغي پيښي مسئوليت منلی دئ.
د افغان امنيتي چارواکو په حواله په يوه بله پېښه کي بيا په ننگرهار ولايت کي د جمهوري رياست د گارد يو غړی ناپېژندل سوو کسانو ويشتلي او وژلی دئ.
د ننگرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي، ويلي دي چي پر دغه کس باندي په خپل کور کي يرغل سوی او وژل سوی دئ. هغه ويلي دي چي د دغه کس مور ټپي سوې ده.
خوږياڼي ويلي دي: «د پوليسو پلټني رواني دي چي وښيي د دغي پيښي تر شا د چا لاس دئ.»