1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په بلخ کي د پارلمان يو غړی له بريده روغ رمټ وتلی»

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ شهریور ۴, پنجشنبه

په بلخ ولایت کې د سړک د غاړې ماین لږ تر لږه څلور کسان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي. دغه خبر افغان چارواکو د پنجشنبې په ورځ ورکړی دی. پېښه په خلم ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/1JpGc
انځور: Getty Images/AFP/Shah Marai

د آلمان خبري آژانس د بلخ ولایت د پولیسو ویاند شیر احمد دراني له قوله لیکلي دي چې «تحقیقاتي هیئت په خلم ولسوالۍ کې دی، څو نور جزئیات تر لاسه کړي.»

د بلخ د ولایتي شورا غړي ډاکټر محمد افضل هدید، چې په خلم ولسوالۍ کې دی ویلي دي: «د پارلمان غړی اسد الله شریفي، د برید هدف وو.»

هغه بیا ویلي دي چې په چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي او۱۴ نور ټپیان دي، خو د پارلمان وکیل روغ رمټ دی.

لا تر اوسه د دغه پیښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستي.

په بلخ ولايت کې د افغانستان د پارلمان پر يوه غړي باندي په داسي حال کې چاودنه کیږي چې تير ماښام په کابل کي پر امريکايي پوهنتون باندي په چاودنه او وسله وال يرغل کې د زده کوونکو په گډون ۱۳ کسان وژل شوي.

د دغي پيښي مسئوليت هم تر اوسه پوري چا پر غاړه اخيستی نه دی. د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي دي چې په اړه ئې پلټني کوي.