افغان مهاجرو په بلجیم کې احتجاج وکړ
۱۳۹۲ دی ۲, دوشنبهاحتجاج کوونکو د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د دسمبر ۲۲ نیټه) د بلجيم په لويديځ ښار مونز کې يوه خيمه ودروله او ویې غوښتل چې د دغه هیواد له صدراعظم اليو دي روپو، سره د خپل برخه ليک په هکله خبرې وکړي.
احتجاج کوونکو له بروکسل څخه تر مونز ښار پورې ۷۰ کيلو متره لار د احتجاج په توګه په پښو ووهله ترڅو له صدراعظم دي روپو سره چې د مونز ښاروال هم دی وويني.
وروسته له هغې چي لاريون کوونکي پوه شول چي صدراعظم بهر ته تللی دی او تر دوشنبې ورځې ( د ۲۰۱۳ کال د دسمبر ۲۳ نیټه) پورې بيرته نه ستنيږي، هغوی هوډ وکړ چي د مونز د ښار په عمومي ميدان کې چې اوس د مسيحي ميلاد د اختر(کريسمس) په خاطر په چراغونو ډير سينګار شوی هم دی، خيمې ودروي. دغه پناه غوښتونکو ويلي دي چې په دغه ځای کي به تر هغه وخته پورې پاتې شې چې د بلجيم له صدراعظم سره وويني.
له دی مخکې افغان مهاجرو په بروکسل کې د څلورو مياشتو له پاره يو کليسا اشغال کړې وه ترڅو حکومت د هغوی د پناه غوښتنلیکونه ومني او په بلجيم کي د قانوني هستوګنې له پاره اجازه ورکړي. د بروکسل ستر اسقف اندرې ليونارد، د افغان کډوالو له دغې غوښتنې څخه ملاتړ کړی دی.
په داسي حال کې چې د بلجيم صدراعظم دي روپو، له افغان کډوالو سره خواخوږي څرګنده کړې ده د کډوالو له پاره د هغه وزيرې ميګي دي بلاک، سخته پاليسي غوره کړې او وايي چې د د افغان پناه غوښتونکو پر دوسيو به هسې غور کيږي لکه چی د نورو کډوالو پر دوسيو کیږي.