1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلجيم کي د افغان کډوالو اعتراضونه

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ دی ۱۷, سه‌شنبه

په بلجيم کي يو شمېر هغه افغانان په دغه هيواد کي له پاته کېدو سره مبارزه کوي چي حکومت يې غواړي بيرته خپل هيواد ته ولېږي. د بلجيم حکومت پتېيلې ده چي نزدې ۴۵۰ افغاني مهاجري کورنۍ بيرته خپل هيواد ته ولېږي.

https://p.dw.com/p/1AmPZ
انځور: Picture-Alliance/AA

علي ۱۳ کلن افغان زلمی چي په يوه کليسا کي پر توشکه باندي ناست او د غاښو برس يې په لاس کي دی وايي چي که يې کورنۍ له بلجيم څخه افغانستان ته واستول سي نو له ډېرو ستونزو سره به مخامخ سي.

هغه چي فرانسوي ژبه يې د بلجيم په يوه ښوونځی کي زده کړې ده د خپلي مور خبري ترجمه کوي«هروخت که موږ بيرته افغانستان ته ستانه کړي، موږ به د طالبانو له خوا ووژل سو.»

د علي کورنۍ د هغه ۴۵۰ افغان مهاجرو کورنۍ له جملې څخه ده چي له بلجيم څخه د بيرته ايستل کېدو سره مبارزه کوي. دوی د بلجيم حکومت له هغي خبري سره موافق نه دي چي افغانستان اوس خوندي دی او دوی بايد خپل هيواد ته بيرته ستانه سي.

دغه کورنۍ له مياشتو راهيسي اعتراضونه کوي. دوی د بلجيم له حکومت څخه د يوه قانوني مهلت غوښتنه کړې ده. د دغو کورنيو نزدې څلورو کسانو د نه خوړلو اعتصاب کړی دی.

خو د بلجيم د کډوالو وزير ماژی دوبلوک، تر اوسه پوري د افغانانو دغي غوښتني ته مثبت جواب ويلی نه دی. ويل کيږي چي دوبلوک د پارلمان په وروستيو بحثونو کي ويلي دي چي «کوم قانوني مهلت به اعلان نه کړي.»

د هغه په حواله ويل سوي دي: «پر افغانانو باندي هم د نورو وګړو په شان قانون تطبيقيږي. د نه خوړلو اعتصاب اضافه حقوق چا ته نه ورکوي. زه په خپل دريځ کي بدلون نه راولم. که دغه خلک د پاتېدو اجازه نه لري، بايد ولاړ سي.»
يو شمېر افغانانو په بروکسل کي خالي ودانۍ اشغال کړي دي او وايي چي د ژوند کولو له پاره بل ځای نه لري. د تيرکال د نومبر مياشتي له وروستيو ورځو راهيسي يوه ډله افغانانو ته د «بيګيناژ» په کليسا کي چي د ښار په زړه کي ده پناه ورکړه سوې ده.

د دغو کډوالو وياند سمير همدرد وايي چي دغه کليسا يوازي دوه تشنابه لري او يوه دست شوی.

همدرد چي څوکاله دمخه يې په بلجيم کي پناغوښتنه منل سوې ده وايي چي «په نيمه شپه کي دلته ډېر يخ وي خو خلکو دغه حالت پرځان باندی منلی دی نه په افغانستان کي ژوند کول.»

خو د بلجيم هيواد وايي چي د افغانستان يو شمېر سيمي خوندي دي او دغه افغاني مهاجري کورنۍ کولای سي چي بيرته خپل هيواد ته ستنې سي.

په بلجيم کي دغه افغان کډوال وايي چي که دوی خپل هيواد ته ستانه سي نو د عارف حسن زاده په شان به ووژل سي. په ۲۰۱۳ کال کي په بلجيم کي د حسن زاده د پنا غوښتنه رد سوه او هغه افغانستان ته تر سنېدو وروسته ووژل سو.

له دغو افغانانو څخه چي په بلجيم کي يې د پنا غوښتنليکونه رد سوي دي د دولت له خوا ورکړل سوي کورونه هم اخيستل سوي دي او کارونه يې هم له لاسه ورکړي دي.