1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بغلان کې ماین چاودني د یوې کورنۍ یوولس غړي وژلي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ اردیبهشت ۳۱, جمعه

یوه چارواکي د جمعې په ورځ ویلي دي چې د افغانستان په شمال کې هغه وخت د یوې کورنۍ یوولس غړي ووژل شوي چې موټر یې د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو.

https://p.dw.com/p/1Iqwg
انځور: DW

د پولیسو یوه ویاند جاوید بشارت، ویلي دي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې پنځه ماشومان، دوې ښځې او څلور نارینه شامل دي. دغه چارواکي زیاته کړې ده چې چاودنې درې نور ماشومان ټپیان کړي هم دي.

پېښه د پنجشنبې په ماښام ناوخته د بغلان ولایت په بغلان جدید ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. پولیسو ویلي دي چې یاغیانو دغه ماین د افغان امنیتي ځواکونو د په نخښه کولو په موخه د سړک پر غاړه ځای پر ځای کړی وو.

طالبان وخت نا وخت په بغلان ولایت کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کوي. یاغیانو په وروستیو وختونو د دې ولایت مرکز پلخمرې ته نزدې د پولیسو یوه پوسته ونیوله.

اوس مهال په بغلان جدید کې پر یوې پوځې اډې باندې جکړه روانه ده. سیمه ایزو چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې له څو ورځو راهیسې د هغو دولتي ځواکونو د اکمالاتو لاري بندې شوې دي چې په دې سیمه کې له یاغیانو سره په جګړه بوخت دي.