په بغلان کې زلزلې شاوخوا ۸۰ تنه وژلي دي
۱۳۹۱ خرداد ۲۳, سهشنبهاعلان
د آلمان خبري آژانس د بغلان ولایت د امنیې د قوماندان په حواله خبر ورکړی دئ چې د تیرې ورځې په زلزله کې د مړو شمیر ۸۰ تنو ته لوړ شوی دئ. د پولیسو په وینا د زلزلې او ځمکې ښویدنې له امله د افغانستان په شمال کې شاوخوا ۲۵ کورونه ویجاړ شوي دي.
تیره ورځ په دغه سیمه کې دوه پرله پسې زلزلې شوې وې چې د ریشتر په مقیاس ئې د قوت درجې ۵،۴ او ۵،۷ وي. د بغلان د امنیې د قوماندان په وینا د بورکه په ولسوالۍ کې د دغه زلزلې له امله ۲۵کورونه نړیدلي دي. د آلمان د خبري آژانس سره په خبرو کې هغه زیاته کړه چې دوی سیمې ته د ژغورنۍ ډلې استولي دي او لا هم د ژغورنۍ کارونه ادامه لري تر څو د خاورو لاندې شوي خلک را وایستل شي.