په بغلان کې د طالبانو یو لوړبوړی غړی وژل شوی
۱۳۹۶ فروردین ۳۰, چهارشنبهاعلان
د ايسوشيتد پریس خبري آژانس د افغان چارواکو په حواله ويلي چې په بغلان ولايت کې د طالبانو د يوه تش په نامه والي په ګډون ۱۴ طالب جنګيالي د افغان امنيتي ځواکونو سره د سختو نښتو پر مهال وژل شوي دي.
د بغلان د پوليسو مرستيال مشر امير ګل حسين خيل، د چهار شنبې په ورځ وويل چې افغان امنيتي ځواکونو تيره شپه د دې ولايت په لويديځ کې ستر عمليات پر لاره اچولي ول او تر پنځه ساعته نښتو وروسته یې د طالبانو تش په نامه والي مولوي لعل محمد وژلی دی.
حسين خيل وويل چې په وژل شويو کې د بمونو جوړونکي هم شامل دي. ده زیاته کړه چې په دې نښتو کې افغان امنيتي ځواکونو ته ځاني تلفات نه دي اوښتي.