1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بغلان کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړه شوې

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۱۸, چهارشنبه

چارواکو د چهاره شنبې په ورځ ویلي دي چې په بغلان کې یو ځل بیا د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې. جګړه په هغه سیمه کې رامنځ ته شوې ده چې تر دې مخکې په کې طالبانو کابل ته د رسیدونکې پریښنا پایې ویجاړې کړې وې.

https://p.dw.com/p/1IQ5H
انځور: Imago/Xinhua

طالبانو په جنوري میاشت کې د بغلان ولایت په دغه سیمه کې د بریښنا پایې ویجاړې کړې او په دې ترتیب سره یې په کابل کې څه نا څه یوه میاشت بې برقي رامنځ ته کړه.

په بغلان ولایت کې د پولیسو ویاند ذبیح الله شجاع، ویلي دي چې طالبانو تیره شپه پلخمري ته نزدې دوه دولتي پوستې نیولي دي. هغه زیاته کړې ده چې په نښتو کې ۱۳ یاغیان، یو تن ملکي وګړی او یو تن پولیس وژل شوی دی. طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

په جنوري میاشت کې افغان دولتي ځواکونو څو اوونۍ له طالبانو سره جګړه وکړه ترڅو د بریښنا هغه پایې بیرته فعالې کړي چې د طالبانو له خوا ویجاړې شوې وې او په کابل کې یې د بریښنا ستونزه رامنځ ته کړې وه.

د سیمې یوه اوسېدونکي محمد حسین، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «طالب یاغیان اوس هم په سیمه کې په آزاده توګه تګ راتګ کوي او خلک له دې ویره لري چې له خپلو کورونو ووځي.»

خو د بغلان والي ستار بارز، بیا وایي چې په دې سیمه کې د دولتي ځواکونو تر عملیاتو وروسته وضعیت نورمال شوی وو او د طالبانو د لا پر مختګ مخه نیول شوې وه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب