1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بغلان کي د افغان ځواکونو څرخي الوتکه لوېدلې ده

۱۳۹۵ مهر ۱۸, یکشنبه

د افغانستان په شمال کي د دغه هيواد د ځواکونو يوه څرخي الوتکه لوېدلې چي پکښي سپاره ټول ۷ کسان وژل سوي دي. طالبان وايي الوتکه موږ وېشتلې خو حکومت وايي چي تخنيکي ستونزو حادثه پېښه کړې.

https://p.dw.com/p/2R30G
Der Hubschrauber MI-17
انځور: Getty Images/AFP/A. Quereshi

د افغان ملي اردو يوه څرخي الوتکه د افغانستان په شمالي ولايت بغلان کي د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر ۹مه نېټه) لوېدلې ده. د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي چي په دغه پېښه کي په الوتکه کي سپاره ټول ۷ کسان وژل سوي دي.

په داسي حال کي چي د افغانستان د دفاع وزارت د دغې پيښي لامل و الوتکه ته ورپېش تخنيکي مشکلات ياد کړي دي، د افغانستان وسله والو طالبانو بيا ادعا کړې چي دغه الوتکه دوی ويشتلې ده.

د M-17 ډوله دغه الوتکه د بغلان په ولايت کي په داسي حال کي لوېدلې چي وسله والو طالبانو د افغان په شمال کي خپل بريدونه زیاته کړي دي.

د دغې پيښي په هکله د افغانستان د دفاع وزارت په يوه اعلاميه کي ويلي: «د سهار د څلورو بجو په شاوخوا کي د M-17 ډوله دوې څرخي الوتکو د بغلان په قُرغان تپه کي و مقر ته مهمات لېږدول چي پکښي يوې الوتکي اور واخيست او ولوېده.»

د دفاع وزارت په اعلاميه کي راغلي: «په دغه پېښه کي د الوتکي څلورکسيزه عمله او درې عسکر شهيدان سوي دي.»

دغه پېښه په داسي وخت کي رامنځ ته کيږي چي افغان امنيتي ځواکونه په ګاونډي ولايت قندوز کي د طالبانو د بېرته پر شا تمبولو له پاره په جګړه بوخت دي.

طالبانو د دوشنبې په ورځ د قندوز ښار نيولی ؤ. وسله والو طالبانو په همدې توګه هڅه وکړه چي د بغلان پلازمېنه پلخمري ونيسي خو افغان ځواکونو يې مخه ونيوله او په دې وتوانېدل چي دغه بريد پر شا وتمبوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې چي لوېدلې څرخي الوتکه وسله والو طالبانو ويشتلې ده. دغه وياند ويلي دي چي د وسله والو طالبانو يو جنګيالي ياده الوتکه په راکټ ويشتلې ده. طالب جنګيالي د محاذ د پيښو په هکله په مبالغه کولو کي پېژندل سوي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (29.09.2015):