په بغدان کي يوې چاودني نهه تنه وژلي دي
۱۳۹۱ مهر ۹, یکشنبهاعلان
په بغداد کي د جلاجلا چاودونو په ترڅ کي ۹ تنه وژل شوي دي. دغه خبر عراقي پولیسو او روغتیايي چارواکو ورکړی دئ. په بغداد کې د پولیسو یو تن چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي، چې نن سهار وختي د پلازمېني بغداد شمال ته په تاجي سیمه کي د یوه موټر بم په چاودنه کي ۸ تنه وژل شوي او نور ۲۸ تنه ټپیان شوي دي. دغه موټر بم د شیعه وگړو کورونو ته څیرمه چاودلی دئ. د پولیسو یوه بل تن چارواکي ویلي دي چې یوه ځانمرگي برید گر د بغداد په سویل لویدیځه برخه شوله کي خپل د چاودیدونکو توکو ډک موټر چولی دئ چې په پایله کې ئې یو تن وژل شوی او اته تنه نور ټپیان شوي دي.