1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بغداد کي ۲۵کسان وژل سوي او ۱۲۰ ټپيان سوي دي

۱۳۹۴ شهریور ۲۶, پنجشنبه

د عراق د پلازمېني بغداد په شيعه مېشته سیمه کي د دوو چاودنو مسئوليت افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر غاړه اخيستی دئ. په دغو دوو جلا جلا چاودنو کي ۲۵ کسان وژل سوي او ۱۲۰ نور ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/1GY9M
انځور: Reuters/A. Mousa

لومړۍ چاودنه د بغداد د الشرج سوداگريز مرکز د موټرو په تمځای کي د يوه موټر بم په وسيله سوې، چي د عينی شاهدانو په حواله ۱۳ انسانان پکښې ووژل سول.

د آلمان خبري آژانس د راپور له مخي دوهمه چاودنه يو ځانمرگی بريد وو چي بريدگر لومړی نارې کړي چي چاودېدونکي مواد پوري تړلي دي او وروسته ئې ځان والوزاوه. دغه بريد په الوثبه ميدان کي سوی او ۱۲ کسان ئې وژلي دي.

افراطي ډلي «اسلامي دولت» د دغو چاودنو مسئوليت منلی دئ. دغه ډله په عراق کي د ډېرو چاودنو مسئوليت پرغاړه اخلي.

امريکا متحد ايالات د عراق د حکومت او په دغه هیواد کي د شعيه وسله والو ډلو ملاتړ کوي، څو د افراطي ډلي اسلامي دولت پرضد وجنگيږي.

اسلامي دولت ډله چي پخوانی نوم ئې داعش وو، په عراق او سوريه کي ډېري سيمي په خپل کنترول کي راوستلي دي.