د نړیوالې جنایي محکمې لومړی داوطلبه بندي
۱۳۹۲ فروردین ۳, شنبه
نړیوالې جنایي محکمې تر دې مخکې دغه وگړی د بشریت پر ضد د جنایتونو په ترسره کولو تورن کړی وو چې ویل کیږي هغه په تیرو څو کلونو کې په کانگو کې ترسره کړي دي.
بوسکو ناگندا (Bosco Ntaganda) له ۱۵ کلونو راهیسې په تېښته کې دی او شاوخوا اووه کاله مخکې ورباندې د لومړي ځل له پاره د بشري جنایتونو تورونه لگول شوي ول. خو هغه د تیرې دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د مارچ میاشتې ۱۸مه نیټه) په داوطلبانه ډول په رواندا کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت ورغی او غوښتنه یې وکړه چې نړیوالې محکمې ته وړاندې شي. بوسکو ناگندا د گانگو M23 ډلې مشري پر غاړه لرله.
نړیوالې محکمې خبر وکړی دی چې بوسکو ناگندا د جمعې په ورځ د هالندي پولیسو تر څارنې لاندې د دې محکمې د ساتنې مرکز ته رسیدلی دی.
دا لومړی ځل دی چې په بشري جنایاتونو یو تورن کس پخپله ځان نړیوالې محکمې ته سپاري. پر بوسکو ناگندا باندې له ۲۰۰۲ کاله تر ۲۰۰۳ کال پورې د ماشوم سرتیرو گومارلو او د جنسي تیري تورونه لگول شوي دي. د هغه محکمه به د سه شنبې په ورځ پیل شي. په دې ورځ به قاضیان د هغه هویت تثبیت کړي او په دې خبره به ځان پوه کړي چې دغه تورن کس غواړي په کومه ژبه په خپله محکمه کې خبرې وکړي.
«یوه ښه ورځ»
د نړیوال محکمې څارنوال فاتوو بینسودا، په یوه بیانیه کې ویلي دي: «دا په کانگو کې د قربانیانو او د نړیوالي جنایي محکمې له پاره یوه ښه ورځ ده. نن هغه ټول کسان چې ویل کیږي د بوسکو ناگندا له لاسه زوریدلي دي لیدای شي چې د عدالت پلي کیدلو بهیر پیلیږي.»
ناگندا په ۲۰۰۹ کال کې د کانگو له پوځ سره د یوه جنرال په توگه یوځای شو. تر هغه وروسته بیا د ده او پوځ تر منځ د سولې یو تړون لاسلیک شو چې له مخې هغه او ورپورې تړلي پوځیان د کانگو په پوځ کې جذب شول. خو دغه تړون تیر کال له منځه ولاړ او ناگندا له خپلو کسانو سره یو ځل بیا د پوځ پر ضد جگړه پیل کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه بیانیه کې ویلي دي چې د دغه کس نیول کیدل د عدالت د پلي کیدو په لور یو لوی گام دی. د کانگو جگړې په تیرو ۱۵ کلونو کې له پنځو میلیونو څخه ډیر کسان وژلي دي.