په بروندي کي د کودتا د ناکامۍ او بريا ادعاوي
۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۴, پنجشنبه
د بروندي اوسیدونکي د خپل هیواد د مشرتابه په هکله ضد او نقیض راپورونه اوري. د شپې په اوږدو کې د دغه هیواد د وسله والو ځواکونو مشر پرایم نیون گابو، په دولتي راډیو کې اعلان وکړ چې د استخباراتو د پخواني مشر گودیفرید نیومباره، د کودتا هڅه ناکامه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د نیومباره ډلې د پنجشنبې په ورځ دغه ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي چې د دولتي تأسیساتو، په گډون د پلازمینې بوجومبورا د نړیوال هوایي ډگر کنترول په لاس کې لري.
دغه کودتا له هغه اعلان څخه سرچينه اخلي چې ولسمشر پېر نکورو نزیزا، په راتلونکې میاشت کې په ولسمشریزو ټاکنو کې د دریم ځل له پاره ځان کاندید کړی دی. نیومباره، د سه شنبې په ورځ ادعا کړې وه چې د دریم وار له پاره ولسمشرۍ ته ځان کاندیدول د دغه هیواد له اساسي قانون او د «آروشا» د سولې له تړون څخه سرغړونه ده.
د رواني میاشتي په پیل کې په ټاکنو کې د کانديدۍ تر اعلان وروسته په بروندي کې د نکورو نزیزا، پر ضد احتجاجونه شوي ول. نکورو نزیزا، په روانه اوونۍ کې د ختیځي افریقا هیوادونو د ټولني په غونډه کې د گډون له پاره تانزانیا ته سفر کړی دی، څو د سیمي له مشرانو سره په خپل هیواد کې د ناکراریو په هلکه خبري اتري وکړي.
د ولسمشر په نه شتون کې نیومباره، اعلان وکړ چې نکورو نزیزا، له خپلي څوکۍ څخه لیري کړل شوی دی. د دې په غبرگون کې د ولسمشر دفتر د نیومباره، ادعا د یوې ټوکي په توگه عنوان کړه. دا په داسې حال کې ده چې د نکورو نزیزا، د اوسني ځای، په هکله هیڅ معلومات نه شته.
د کودتا نامعلومه برخلیک ته په کتو سره د امنیتي ځواکونو او احتجاج کوونکو تر منځ آخ او ډب، یوې کورنۍ جگړې ته د بروندي د بیرته ورگرځیدو په هکله انديښنې راپارولي دي. ۱۳ کاله تر مخه دغه هیواد په کورنۍ جگړه کي ډوب وو.
د ملگرو ملتونو د همغږۍ او بشري چارو ادارې (UNOCHA) ویلي دي چې د اپریل میاشتي پر ۲۶مه نېټه د دریم ځل له پاره د نکورو نزیزا د کاندیداتورۍ تر اعلان وروسته د آخ او ډب په پایله کې ۲۰ تنه وژل شوي او۲۰۰ نور انسانان ټپیان شوي دي. د دغې ادارې په وینا ۷۰۰۰۰ کسان له هیواد څخه وتلي دي. د پنجشنبې په ورځ په بوجومبورا کې د فیرونو آوازونه اوریدل شوي دي.
نړیوالو مشرانو پر نکورو نزیزا باندي په ټاکنو کې له گډون څخه د لاس اخیستو په خاطر فشار راوړی دی. د چهارشنبې په ورځ د اروپایي ټولني د بهرنیو چارو مسئولي فیدریکا موگیرېنې، وويل چې «موږ په بروندي کې له ټولو غاړو څخه تمه لرو چې زغم ولري، له تاوتریخوالي څخه ډډه وکړي او د دغه هيواد د خلکو بشري حقونه تضمین کړي.»
دغسې یوه غوښتنه د ختیځې افریقا هیوادونو ټولنې او امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم کړې ده.