برلین: د زراعتي محصولاتو نندارتون پرانیستل شو
۱۳۹۱ دی ۲۹, جمعه
دغه نندارتون د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جنوري د میاشتې ۱۷مه» په برلین کې پرانیستل شو. له دې سره نو دغه نندارتون خپله ۷۸مه کلیزه هم ولمانځله. دغه نندارتون د (شنې اوونۍ) په نوم هم یادیږي چې په پرانیستونکو مراسمو کې یې د آلمان د کرهڼې وزیر هم شتون درلود.
د شنې اوونۍ په نوم نندارتون به لس ورځې دوام وکړي. تمه کیږي چې دغه نندارتون ته به د نړۍ له بیلابیلو برخو څخه شاوخوا ۴۰۰۰۰۰ لیدونکي راشي. په دغه نندارتون کې ۶۷ هیوادونو ګډون کړی دی. د دغه نندارتون په ترڅ کې به بیلابیل سازمانونه په نړۍ کې د خوراکي موادو د کیفیت، امنیت او قیمت په اړه غونډې وکړي.
ښه وضعیت
د کرهڼې کارپوهان وایي چې سږ کال د شنې اوونې په نوم نندارتون په ښو شرایطو کې تر سره کیږي، ځکه د هغوی په حواله اوس په نړۍ کې د خوراکي موادو په برخه کې کومه لویه ستونزه نه شته.
د آلمان د بزګررانو د انجمن مشر په یوه بیانیه کې ویلي دي چې سږکال په اروپا کې د زراعتي محصولاتو بازارونو وده کړې ده. هغه ویلي دي چې د آلمان د زراعتي محصولاتو بازار له دې هیواد څخه بهر وده کړې ده. د دغه چارواکي په حواله پخپله آلمان کې تیر کال د دې هیواد زراعتي محصولاتو ۴.۱ سلنه وده کړې ده.
د آلمان د کرهڼې وزیر ویلي دي چې د خوراکي موادو د بیو د لوړیدو په اړه باید اندیښنه و نه شي. هغه زیاته کړې ده چې په آلمان کې اوس هم د خوراکي توکو بیه د ګاونډیو هیوادونو په پرتله ټیټه ده.