په برلین کې د ترهگرۍ په شک یو مهاجر نیول شوی
۱۳۹۵ آبان ۱۳, پنجشنبهد ورکړل شوو رپوټونو له مخې دغه کس په شونیبېرگ کې په خپل کور کې نیول شوی دی. دغه خبر پولیسو د ټولنيزي شبکې ټویټر کې ورکړی دی. ویل شوي دي چې دغه کس ۲۷ کاله عمر لري او د سوریې دی.
پر هغه باندې د یوې بهرنۍ ترهگري ډلې د غړیتوب شک کیږي. د پولیسو د معلوماتو له مخې دغه سوریایي له ۲۰۱۵م کال راهیسې په آلمان کې اوسیږي. د آلمان لوی څارنوال د دغه کس په هکله د تحقیقاتو د تر سره کولو چارې پر غاړه اخیستي دي او گومان کیږي چې د ورځې په اوږدو کې به په دې هکله څرگندونې وکړي.
«دي وېلت» په نامه د آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې نیول شوی کس تونس الاصله اشرف ال ـ ت، دی. زیاته شوې ده چې دغه کس له زیات وخت راهیسې څارل کیدی. تحقیق کوونکو ویلي دي، دا چې شکمن کس د احتمالي بریدونو څه ډول پلان لاره، لا معلوم نه دی. تر ارزونو وروسته به روښانه شي.
د آلمان امنیتي ادارې له ډېر وخت راهیسې د تیارسئ په حالت کې دي، ځکه چې هغوی د احتمالي تروریستي بریدونو څخه انديښنه لري. په وروسیتو کې د شکمن تندلاري جبار البکر، پیښې انديښنې راپارولي دي.
جبار البکر چې د آلمان په کمنېتڅ کې یې د سوریایي کډوال په توگه ژوند کاوه، په کور کې یې چاودیدونکي توکي زیرمه کړي وو. ویل شوي وو چې احتمالا هغه د برلین پر هوایي ډگر باندې یوه ترهگریز برید تر سره کول غوښتل.
د آلمان امنیتي ادارو شک لاره چې هغه د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش په لارښونه دغه کار تر سره کاوه. البکر د لاپڅیگ په یوه زندان کې ځان وواژه.
نور مطالب: