په برلین کي د کرسمس مېله ځایو ښایسته انځورونه
د جرمني په پلازمېنه برلین کي د کرسمس جشن څه د پاسه۵۰ بازارونه «مېله ځایونه» پرانیستل سوي دي. په دغو انځورونو کي به د دغه ښار یو څو مهم بازارونه دروپیژنو:
د شپانداو زوړ ښار
زموږ سفر د پلازمیني له ختیځه پيليږي. د «شپانداو» په زاړه ښار کي د کرسمس دغه بازار ۴۳ کلن تاریخ لري. دلته هره چهارشنبه د ستیژ پرسر «بابانویل»راځي، څو کوچنیانو ته د کرسمس سندري ووايي.
د شارلوتنبورگ ماڼۍ
د برلین په ختیځ کي بیا دغه ماڼۍ د لسم ځل له پاره د کرسمس جشن لمانځي. ماڼۍ ته نژدې په نوو ودانیو کي بیا، په دربار کي د کرسمس د لمانځلو په اړه مراجعینو ته د ځانگړي علمي سیر په ترڅ کي معلومات ورکول کیږي.
د نباتاتو باغ (بوتانیشر گارتن)
د برلین جنوب لویدیځ ته د«داهلیم» په سیمه کي بیا سږکال د اول وار له پاره د «کرسمس گارتن» پرانیستل سوی دی. هره شپه دلته څه د پاسه یو میلیون څراغان، ۲۳ مونتاژونه او ۳۰۰۰ د گروپانو تناوونه د بڼ ته ځانگړې ښکلا ورکړې ده.
د یادونو کلیسا « گیدیشنیس کیرښه»
د کایزر ویلهیلم کلیسا پر شاوخوا، د نوامبر د ۲۱ څخه د جنورۍ تر لومړۍ نیټې پوري د کرسمس بازار د مراجعینو پر مخ پرانیستی وي. په دغه کلیسا کي شپږ اونۍ مذهبي سندري ویل کیږي.
پوتسدامر پلتځ
په دغه ځای کي تر ټولو ځایونو د مخه د کرسمس بازار پرانیستل کیږي چي د نوومبر له لومړۍ نېټې څخه بیا د جنورۍ تر لومړۍ نیټې پوري دوام کوي. دلته داسي يخمالک سته چي په اروپا کي تر ټولو ستر دی، خو په دې وروستیو کلونو کي د واورو د کمښت په سبب، اوس مصنوعي کنگل کارول کیږي.
د «اونتر دېن لیندین» سړک
دغه سړک ډیر پراخ او روښانه دی. لکه د هرکال په شان سږکال یې هم د سړک د غاړو ونې په گروپانو ښایسته سوي دي. که څه هم دواړو خواووته یې دوکانونه هم لیدل کیږي، خو زیاتره کسان به د دغو روښانه سوو ونو له امله له دغه سړک څخه تیریږي.
د ژاندارم مارکیټ
په دغه تاریخي ځای کي بیا په ډیر درنښت د کرسمس لمانځنه کیږي. دلته مشهورو رستورانتونو خپلي خیمې درولي چي د کرسمس په مناسبت ډول ډول خواړه پکښي خرڅیږي. همدارنگه په یوه لویه توده خېمه کي بیا د کرسمس شیان خرڅلاو ته وړاندي سوي دي.
د برلین په ختیځ د پرینڅلاویر بیرگ په سیمه کي د دغه تاریخي ځای پر شاوخوا بیا تیاتر، سینما او کنسرتي سالونونه، ټوله کال مراجعینو ته کلتوري پروگرامونه وړاندي کوي. د « لوسیا» په نامه کرسمس بازار بیا، د سکندناوي هیوادونو د عنعنو پر اساس جوړ سوی او پکښي سویدنۍ کلچې او نور شیان خرڅیږي.
د ښاروالۍ ودانۍ
حتی د ښارول د دفتر مخ ته هم د کرسمس ځانگړي څښاک او خوراک خرڅلاو ته وړاندي کیږي. همدارنگه د کرسمس په دغه بازار کي د خاصو بوټونو په واسطه یخمالکونه هم کیږي. له بلي خوا بیا په یوه کوچني ریل گاډي کي خلکو ته له۱۸۹۱م کال راهیسي د تاریخ په اړه معلومات ورکول کیږي.