په برلين کي د کريسمس پر بازار موټري يرغل
۱۳۹۵ آذر ۲۹, دوشنبهد برلينر مورگون پست ورځپاڼي، د پوليسو په حواله ويلي دي چي په زیات احتمال سره به دا يوه تروريستي پېښه وي. خو د پيښي اصلي علت تر اوسه پوري لا روښانه نه دی.
د پوليسو د راپور له مخي ۹ کسان وژل سوي. د ټپيان شمېر ۵۰ کسان ښوول سوی دئ. ځينو رسنيو د مړو شمېر څو کسه ښوولی دی.
په برلين کي د کريسمس ډېر بازارونه سته، خو دغه بازار چي پېښه پکښې رامنځ ته سوې د برلين په زړه کي پېژندل سوي کليسا (د قيصر ويلهم ياد کليسا) ته نژدې ستر بازار دئ.
د تازه راپورونو له مخي پوليسو يو کس د لارۍ د موټروان په تور نيولی دئ. ويل سوي دي چي په دغه لارۍ موټر کي يو کس مړ موندل سوی دئ چي د موټر وان بغل ته ناست وو.
بله خوا پوليسو په برلين کي له خلکو څخه غوښتي دي چي پخپلو کورنو کي پاته سي او آوازې خپرې نه کړي. پوليسو ويلي دي چي هيڅوک دي د پيښي له ځايه په ژوندۍ بڼه ويډيوگاني نه خپروي.
پوليسو د تويتر له لاري ويلي دي چي خلک دي د پيښي ځای ته له راتگه ډډه وکړي، څو پوليس وکولای سي پېښه وڅېړي.
خپاره سوي انځورونه ښيي چي د بازار ځني برخي ويجاړي سوي دي او بازار د خلکو پر مخ تړل سوی دئ.
د جرمني د يو تلويزيوني چينل د معلوماتو له مخي دغه لارۍ موټر په يوه پولنډي شرکت پوري اړه لرله. د دوی د معلوماتو له مخي دغه لارۍ موټر له ايټاليا څخه پولنډ ته روان وو. د لارۍ موټر شرکت ويلي دي چي د نن ورځي له شپږو بجو راهيسي ئې له موټروان سره اړيکه پرې سوې وه.
د جرمني د صدراعظمي انگلا ميرکل وياند شتيفن زايبرت ويلي دي چي مېرمن ميرکل د کورنيو چارو له وزير او برلين له ښاروال سره په تماس کي ده. هغه د تويتر له لاري ليکلي دي «موږ د وژل سوو کسانو په خاطر په ماتم کي يو او هيله لرو چي له ټپيانو سره مرسته وکولای سو.»
د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير له برلين سره د فدرالي پوليسو د مرستي ږغ کړی. هغه ويلي دي: «زه په برلين کي د کريسمس په بازار کي له وحشتناکي پېښي خبر سوم.» هغه زياته کړې ده: «زه اوس په پېښه کي د قربانيانو او ټپيانو د کورنيو په اړه فکر کوم.»