1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برلين کي د قتل د لټون یو سر يوه کوچنی ښارگوټي ته رسيږي

۱۳۹۵ دی ۱, چهارشنبه

د رسنيو د راپورونو له مخي په برلین د برید په تړاو پوليس اوس د يوه تونيسي د نيولو په ښکار پسې وتلي. لکه څرنگه چي ويل کيږي څېړونکو په لارۍ موټر کي يوه پيژندپاڼه موندلې ده.

https://p.dw.com/p/2Uf02
Deutschland Sicherheit Weihnachtsmarkt Polizei
انځور: picture alliance/dpa/C. Charisius

امنیتي سرچینو د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې پولیس په پام کې لري د برلین د پیښې د بریدګر د نیونې په موخه د دې هیواد په غربي برخه یا نورد راین ویستفالن کې پراخ چاڼیز عملیات پیل کړي. دغه خبر له هغه وروسته خپور شو چې پولیسو د یوه تونسي مهاجر د نيولو هڅې پیل کړې. د رپوټونو په حواله د دې تونسي مهاجر پیژندپاڼه د لارۍ په داخل کې موندل شوې ده.

یوې سیمه ایزي ورځپاڼي، الګماینه څایتونګ خبر ورکوي چې یاد ۲۱ کلن تونسي مهاجر په آلمان کې په درو بیلابیلو نومونو ثبت دي. یادي ورځپاڼې د تورن کس په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د جرمني «بيلد» ورځپاڼي، «شپېگل» مجلې او ماينڅ «الگيماينه» ورځپاڼي په يوه شان راپور کي ليکلي دي، په هغه لارۍ موټر کي چې په برلين کي پر کريسمس بازار باندي ورځغلول شوی، داسي يو سند موندل شوی چي مهاجرو ته د موقتي اقامت له پاره ورکول کيږي. دغه سند د يوه تونسي مهاجر دئ. دغه سند د جرمني د نورد راين ويستفالن ايالت د کليوه (Kleve) په سيمه پوري اړه لري.

په آلمان کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې اتحاديې مشر، اندري شولڅ د سه شنبې په ورځ له یوه تلویزیون سره په مرکه کې وویل: «زه څه نا څه ډاډه یم چې موږ به سبا (چهارشنبه) یا په نږدې راتلونکي کې د دې پیښې نوی تورن کس وموندو.» هغه همدا راز زیاته کړه چې په دې هکله کره شواهد او معلومات په لاس کې شته.

په ورته وخت کې د برلین پولیسو ویلي ول چې دوی د یادې پیښې په هکله ۵۰۰ بیلابیل معلومات ترلاسه کړي. دغه پیښه د دوشنبې په ورځ د آلمان په پلازمینه برلین کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې یو بریدګر یو لاری موټر د کریسمس په بازار کې پر خلکو وروځغلاوه. په دې پیښه کې ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واووښته. له پیښې څو شیبې وروسته پولیسو یو ۲۳ کلن پاکستانۍ مهاجر ونیو چې بیا وروسته د شواهدو د نه شتون له امله آزاد کړل شو.

سربیرته پر دې په آلمان کې آر. بې. بې رسنۍ د چهارشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې پولیسو یو بل تورن کس هم نیولی چې بیا وروسته د شواهدو د نه شتون له امله آزاد شوی دی.

د فدرالي پوليسو د اتحاديې مشر جویرک رادیک، له دویچه لند فونک راډیو سره په خبرو کې وویل چې موږ د پلټنې په اوږدو کې د پیښې په تړاو په سیمه کې د ډي. ان. اې پر معایناتو او نورو شواهدو زیات تمرکز کوو. هغه همدا راز وویل چې د موټر د جي. پي. اس څخه ترلاسه شوي معلومات هم د پولیسو له خوا ضبط شوي دي.

د پیښې مسئولیت داعش یا اسلامي دولت ډلي منلی دی او د خپل خبري آژانس اعماق له لارې یادي ډلې ویلي دي چې دغه برید د دوی یوه سرتیري کړی او دا کار د هغه هیوادونو د وګړو پرضد دی چې د دې ډلې پر وړاندې د نړیوال ایتلاف په چوکاټ کې جګړه کوي.

په آلمان کې د مهاجرت پرضد ډلې «این پروزینت» بیا ویلي دي چې دوی به د چهارشنبې په ورځ پر ۶ بجو د صدراعظمې د دفتر مخې ته لاریون وکړي. یادې ډلې زیاته کړې ده چې د آلمان ښي اړخي ګوند یا د آلمان له پاره بدیل ګوند «آ. اف. دې» دوه لوړپوړي غړي الیکسندر ګاولند او بیورن هویکه به هم په دې لاریون کې ګډون وکړي.

بل لور ته کيڼ اړخي ګوند ویلي دي چې دوی غواړي پر پنځه بجو د برلین په هاردنبرګ پلتڅ کې راټول شي، څو د پیښې له قربانیانو او پاته شوو سره خپله خواخوږي څرګنده کړي او په عین وخت کې د هغو مجرمینو او یا ډلو کړنې وغندي چې په ورته بریدونو سره د نفرت تخم شیندي او ټولني سره جلا کوي.

د برلین ښاروال، میشایل مویلر زي. ډي. اف رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي: «ښه دی چې له دې پیښې وروسته د برلین اوسیدونکي په زړونو کې ویره نه لري او د دې ښار اوسیدونکي د خپلواک ژوند د ارزښت ساتلو له پاره سره یوځای دي.» هغه همداراز وویل: «زه فکر نه کوم چې یوڅوک باید وډار شي او د پولیسو شتون ډیر کړی شوی دی.»