په برلين کي د برلينال کلنۍ فلمي مېله پېل سوه
۱۳۸۹ بهمن ۲۳, شنبهکلنه نجلۍ ماتي رُوس داسي مخ لري ، لکه چيني لوښی او پردواړو خواوو باندي چوټي ګان لري . ددې په مخکي هيڅ خندا نه ليدل کيږي . د دې پلار وژل سوی دی او غواړي غچ واخلي ، د قاتل په دارځړيدل غواړي . په همدې خاطر دا يوه نشه اي امريکايي جنرال رُوستر کَوبرن ته مراجعه کوي .
رُوستر کوبرن سترګي رپوي ، او بيا هم الکول چښي . دی په خپلي بې پروايي سره ډير مشهوره دی . په فلم کښي دده رول جېف بريجز پر غاړه لري ، چي دا يو ښه انتخاب دی . خو په فلم کښي د بريجز خبري کله کله دونه سره ګډوډي وي چي سړی يې په ځينوصحنو نه پوهيږي . پخپله بريجز د برلين د فلمو په فسټيوال يا برليناله کښي د مطبوعاتي کنفرانس پر وخت په دې اړه وويل ، چي ښه دی چي تر فلم لاندي يې ترجمه ليکل کيږي ، او د هغه له کبله يې د فلم د تماشاچيانو څخه بخښنه وغوښته .
دده سره په مطبوعاتي کنفرانس کښي طبعأ د دغه فلم نور هنرمندان ، لکه د ۱۴ کلني نجلۍ په رول کښي هېلي سټاين فېلډ ،جوش برُولين او کَون بريودرن هم حاضر وه . دوی ټولو پر يوه پره خبري کولې او ژورنالسټانو ته يې په اول سرکي په ډيري بېتفاوتۍ سره يوازي په هو او نه جوابونه ورکوله .
د ايتن کَون فلم د پخواني کوبايي فلم «ټرو ګُريټ » په ډول لمړنی کاپي فلم ندی . حتی په ۱۹۶۹ کال کښي په عين نامه فلم په سينماوو کښي چليدلی ؤ، چي هغه وخت د فلم اصلي رول جون وېن پر غاړه اخيستي ؤ . په دغه فلم کښي د مارشال په رول کښي د کوبايي فلم دغه قهرمان خپله د اوسکار لمړنۍ جايزه واخيستله . کله چي ژورنالسټانود ايتن کَون څخه پوښتنه وکړه چي ستا فلم يوه کاپي نده ،داسي جواب ورکړی:.
«زموږ دپاره دا د يوه زاړه فلم کاپي نده . موږ که څه هم دغه فلم ليدلی دی ، خو کله چي دغه فلم په ۱۹۶۹ کال کښي راووتی ، موږ کوچنيان ؤ . موږ تر اوسه پوري د هغه څخه يو څه پياد دي . تر هغه وروسته مو بيا ليدلی هم ندی . ټرو ګُريټ فلم مو تر ټولو دمخه پدې خاطر جوړ کی ، چي موږ د هغه رومان څخه چه دغه فلم جوړ سوی دی ، ډير تر اغيزي لاندي ؤ . که رښتيا ووايم د هغه لمړنۍ کاپي زموږ د کار دپاره هيڅ مهمه نه وه.»
جوش برُولين اضافه کړه چي بيله شکه جون وېن يو ډير ښه هنرمند ؤ او فلم په هغه وخت کښي دده په خاطرهم ډير بريالی ؤ . خو د ايتن کَون په فلم کښي مهم رول ۱۴ کلني نجلۍ هېلي سټاين فېلډ پر غاړه اخيستی دی او د ټولو پام يې ځانته را اړولی دی . دا اوس د اوسکار جايزې ته هم کانديده ده .
محمدقاسم نوري / نادين ویچېک
کتونکی: احمدولي اڅکزی