1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برلين کي د اوباما او ميرکل ليده کاته

عبدالباري حکيم (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۲۹, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما او د آلمان صدراعظمي انگلا ميرکل په برلين کي سره وليدل او د خپلو هيوادنو د اړيکو او دغه راز د افغانستان او سوريي په گډون پر نړيوالو موضوعاتو خبري وکړې.

https://p.dw.com/p/18t4T
German Chancellor Angela Merkel shakes hands with U.S. President Barack Obama after their speeches next to Berlin Mayor Klaus Wowereit (R) at the Brandenburg Gate in Berlin, June 19, 2013. U.S. President Barack Obama will unveil plans for a sharp reduction in nuclear warheads in a landmark speech at the Brandenburg Gate on Wednesday that comes 50 years after John F. Kennedy declared "Ich bin ein Berliner" in a defiant Cold War address. REUTERS/Tobias Schwarz (GERMANY - Tags: POLITICS)
Obama in Berlin Rede Brandenburger Torانځور: Reuters

د آلمان صدراعظمي، انگلا ميرکل او د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د امريکا او اروپا ترمنځ د آزادي سوداگرۍ د حوزي جوړيدل د يوي ډيري مهمي پروژي په توگه ياده کړه.

اوباما له ميرکل سره په برلين کي په گډ خبري کنفرانس کي وويل چي د سوداگرۍ له يوي داسي آزادي حوزي سره د «اتلانتيک د سمندر دواړو خواو پرتو هيوادونو کي به د اقتصادي ودي او د کار موندلو ته ډيره زياته مرسته وکړي.»

ميرکل هم د اوباما د خبرو په تائيد وويل چي هغه «شخصاً د داسي يوي حوزي له جوړيدو سره ډيره زياته ليوالتيا لري.» ميرکل د خپلو خبرو په دوام کي وويل: « زه خوښه يمه چي په دي اړه مو د خبرو اترو د پيل په هکله پريکړه وکړه. زه د آلمان په استازيتوب ويلاي شم چي موږ به په پوره قوت سره په دي برخه کي زيار وباسو، دا ځکه چي د اتلانتيک د سمندر دواړو غاړو ته پراته هيوادونه له يو داسي تړون څخه گټه ترلاسه کوي.»

د متحده ايالاتو د استخباراتو له خوا پر نړيوالو انترنتي شبکو باندي څارنه د آلمان او متحده ايالاتو د حکومتي مشرانو لانجمنه موضوع وه. په آلمان کي، هم حکومت او هم اپوزسيون د متحده ايالاتو د دغه استخباراتي پروگرام په هکله انديښنه ښودلي.

اوباما په خپلو خبرو کي له دغه پروگرام څخه دفاع وکړه او هغه يي په امريکا او نړي کي د ترهگرو بريدونو د مخنيوي او شڼدولو له پاره مهم وگاڼه:

«دا هغه څه دي چي هدف يي زموږ د خلکو د امنيت خوندي ساتل دي. دا ټول کارونه د محکمو تر څارني لاندي صورت مومي. په نتيجه کي موږ د خلکو ژوند خوندي ساتو.»

اوباما وويل چي د ترهگرۍ۵۰ سلنه دغه شان بريدونه د همدې معلوماتو له مخي شنډ شوي دي. هغه يادونه وکړه: « نه يوازي په امريکا، بلکي په آلمان کي هم.»

د آلمان صدراعظمي د متحده ايالاتو دغه استخباراتي پروگرام په اړه وويل چي د «آزادۍ او امنيت » تر منځ بايد يو اڼدول وموندل شي. هغې يادونه وکړه چي په دې برخي به له متحده ايالاتو سره خبري دوام پيدا کړي:

«زموږ ازادي خوښوونکي اصول پر دي بنسټ ولاړ دي چي خلک د امنيت احساس وکړي، نو په دې وجه اڼدول بايد له پام ونه غورځول شي، کله چي موږ په خپلو منځو کي د معلوماتو د تبادلې په هکله موافقه کوو او د آلمان د کورنيو چارو وزارت او دغه راز د متحده ايالاتو د اړوندو امنيتي ارگاونو تر منځ معلومات تبادله کيږي، دغه ډول انډول ضروري دی.»

د سوريي کورني جگړه او په افغانستان کي د سولي او امنيت ټينگښت د ولسمشر او صدراعظمي انگلا ميرکل د خبرو په اجندا کي هم شامل ول. اوباما افغان ځواکونو ته د سه شنبې په ورځ په ټول هيواد کي د امنيتي مسئوليت د سپارلو هرکلي وکړ:

«افغانستان ته اوس د دي موقع برابره شوه چي خپل امنيت خپله وساتي او خپل برخه ليک په خپله وټاکي. موږ په دې برخه کی د ولسمشر کرزي هرکلي کوو چي پرون يي اعلان وکړ چي د افغانستان ځواکونه به ډير ژر په ټول هيواد کي د امنيت مشري پر خپله غاړه واخلي. دا هغه ستر اقدام دی چي موږ د ناتو په وروستي سر مشر ييزه کي پريکړه کړي وه.»

خو اوباما يادونه وکړه چي په افغانستان کي لا تراوسه جگړه روانه ده او په دې وجه ستره «ناباوري» لا موجوده ده. د سه شنبې په ورځ په قطر کي د طالبانو له پاره يو دفتر پرانيستل شو، په دي هيله چي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولي د خبرو اترو له پاره لاره اواره شي. خو په قطر کي په لومړي سر کي د متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو بندوبست شوی دی.

د چهارشنبې په ورځ د افغان ولسمشر حامد کرزي له دفتر څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي افغان حکومت د دوحې خبري اتري تحريموي. په خبرپاڼه کي د کرزي به حواله راغلي دي «ترهغه وخته پوري چي د خبرو اترو پروسه افغاني شوې نه وي د سولي عالي شورا به په دغه خبرو کي گډون ونه کړي».

اوباما په برلين کي له صدرعظمي انگلا ميرکل سره په گډ مطبوعاتي کنفرانس کي د افغانستان د حکومت دغه ډول يادوني ته په اشارې سره وويل: «دا بايد د حيرانتيا خبره نه وي چي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي د خبرو اترو د هڅو په پيل کي ځيني خنډونه رامنځ ته کيږي.»