په برازیل کې د اختلاس په اړه لویه محکمه پیلیږي
۱۳۹۱ مرداد ۱۳, جمعهاعلان
په برازیل کې د اختلاس په اړه یوه داسي لویه محکمه پیلیږي چې تر اوسه پورې ئې په دغه هیواد کې ساری نه درلود. په ټولیز ډول د پخوانیو وزیرانو، د پارلمان د وکیلانو، بانکونو او شرکتونو ۳۸ تنه غړي په رشوت او اختلاس تورن شوي دي.
پر دغو کسانو باندې د نورو ترڅنګ دا تور هم لګول کیږي چې د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۵ کلونو تر منځ ئې د ځان په ګته رائې رانیولي چې په حکومتي پروژو کې ډیری اکثریت په لاس راوړي.
د اختلاس دغه پېښې که څه هم د جمهور رئیس لوییز دا سیلیوا، د ریاست جمهوري پر وخت رامنځ ته سوي دي خو بیا به هم پخپله پر ده باندې کوم حکم صادر نه سي.