1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بدخشان کې ۱۸ پولیس وژل شوي

مسعود جهش/ فریدالله ظاهر۱۳۹۲ شهریور ۲۹, جمعه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې په بدخشان ولایت کې د طالبانو یوه کمین ۱۸ پولیس وژلي دي. په یوې بلې جلا پېښې وسله والو کسانو په خوست ولایت کې یو پخوانی قوماندان په جومات کې د لمانځه پر مهال وواژه.

https://p.dw.com/p/19lCs
انځور: picture-alliance/dpa

دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ هغه وخت رامنځ ته شوه چې پولیس د بدخشان ولایت په وردج ولسوالۍ کې له چاڼیز علمات څخه د ستنیدو پر مهال د طالبانو له کمین سره برابر شول. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خوا په یوې خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر د بدخشان ولایت په وردج ولسوالۍ کې په یوه ترهګر برید کې د ۱۸ تنو پولیسو د وژل کیدو او همداراز د ۱۳ تنو د ټپیدو کیدو له کبله سخت خواشینی دی.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده چې دغه کسان د وردج ولسوالۍ په لیریو پرتو سیمو کې تر یو چاڼیز عملیات وروسته بیرته خپل مرکز ته د راتلو پر مهال د «دښمن» له کمین سره برابر شوي دي.

بدخشان د افغانستان له نسبي امنو ولایتونو څخه شمیرل کیږي خو په دې ولایت کې هم طالبان وخت ناوخت بریدونه ترسره کوي. تر دې مخکې د مارچ په میاشت کې هم طالبانو په همدې ولسوالۍ کې ۱۷ تنه افغان امنیتي ځواکونه وژلي ول. تیره میاشت د افغانستان په یوه بل ولایت ننګرهار کې هم د یاغیانو یوه کمین ۲۲ تنه افغان پولیس ووژل.

په وروستیو وختونو کې افغان امنیتي ځواکونو د ټول افغانستان په کچه د پوځي عملیاتو مشري پر غاړه اخیستې ده چې له کبله یې د هغوی د مرګ ژوبلې په کچه کې هم لوړوالی راغلی دی. پلان شوې ده چې د رواتلونکي کال تر پایه پورې په افغانستان کې میشت ټول بهرني جنګي ځواکونه بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي او د افغانستان ټول امنیتي مسوولیتونه په خپله افغانانو ته وسپاري. له دې سره د یو شمیر کارپوهانو او عادي افغانانو اندیښنې په دې اړه ډیر شوې دي چې افغان امنيتي ځواکونه نه شي کولای په یوازيتوب د افغانستان امنیت ټینګ کړي. خو افغان امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې که له هغوی سره نړیوالې مرستې دوام پیدا کړي نو دوې په سمه توګه د خپلو دندو د پر مخ بیولو توان لري.

«۴۷ یاغیان هم وژل شوي دي»

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې بیانیه کې همداراز راغلي دي چې د وردج ولسوالۍ د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۴۷ تنه یاغیان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

په وروستیو وختونو کې طالبانو او د افغان حکومت نورو وسله والو مخالیفونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. که څه هم افغان حکومت تل پر دغو وسله والو ډلو باندې د سولې غږ کوي، خو هغوی ډیر وخت دغو وړاندیزونو ته منفي ځواب وايي.

په خوست کې پخوانۍ قوماندان ووژل شو

د جمعې په ورځ ناپیژندل شويو وسله والو کسانو د خوست ولایت قومي مشر او پخوانۍ جهادي قوماندان حاجي ناظم ځدران، د لمانځه پر مهال وواژه. پېښه د خوست ولایت په لوی جامع جومات کې رامنځ ته شوه.

Karte Afghanistan Provinz Khost Englisch
انځور: DW

د خوست د والي وياند مبارز ځدران، دويچه ويله ته وويل چې ناظم ځدران د جومات په دويم پوړ کې د يوه وسله وال کس له لوري پر سر وويشتل شو: «ناظم ځدران په تومانچه يو ډز ويشتل شوى او وسله وال سمدلاسه تومانچه غورځولي او له نورو لمونځ کوونکو سره په منډه کې شوى. برید کوونکی په تېښته بريالى شوی دی.»

ناظم ځدران د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسيدونکى وو او په افغانستان کې یې د پخواني شوروي ځواکونو پر ضد جکړې کې ونډه لرله. نوموړى د افغان حکومت کلک ملاتړى وو او په تېرو کلونو کې نا معلومو وسله والو کسانو څو ځلې ورباندې وسله وال بريدونه او بمي چاودنې کړې وې. ناظم ځدران اوس مهال د خوست مخکښ قومي مشر وو چې په ډېرو قومي شخړو کې يې د منځګړي په توګه برخه اخيسته.

د پېښې يوه عيني شاهد محمد ابراهيم، دويچه ويله ته وويل: «زه په دويم پوړ کې په لمانځه ولاړ وم [...] د لمانځه تر دعا مخکې نا څاپه يو ډز وشو. په دې وخت کې شور جوړ شو او خلکو يوې او بلې خوا ته منډې پیل کړې. لږ وروسته معلومه شوه چې حاجي ناظم وژل شوى وو.»

له پېښې وروسته پوليسو سيمه محاصره کړه او په جومات کې پاتې یو شمیر کسان یې تلاشي کړل خو د خوست د والي وياند مبارز ځدراڼ وویل چې تر اوسه يې د پېښې په تړاو څوګ نه دي نيولي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب