په بدخشان کې ځمکې ښویدني ۵۲ انسانان وژلي دي
۱۳۹۴ اردیبهشت ۸, سهشنبه
د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې د بدخشان د والي شاه ولی الله ادیب، له قوله لیکلي دي چې دغه پیښه د سه شنبې په ورځ سهار وختي په خواهان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
هغه ویلي دي چې دغه سیمه ډیره لیري ده او د ولایت له مرکز فیض آباد څخه شا او خوا ۲۰۰ کیلومتره فاصله لري. ادیب په خپلو خبرو کې ویلي دي چې دغه سیمې ته یو سړک ورغلی دی خو د واورې له کبله هغه هم بند دی. هغه ویلي دي چې دغه ځای ته د رسیدو له پاره «یوازینۍ لار څرخي الوتکې دي.»
په بدخشان کې د پسرلي په موسم کې د واري تر ویلې کیدو وروسته زیاتره وخت طبیعي پیښې رامنځ ته کیږي. د تیر کال په می میاشت کې هم د ځمکې ښویدنې له کبله ۳۵۰ خلک تر خاورو لاندي شول.
د آلمان خبري آژانس هم په خپل رپوټ کې د ۵۲ کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکړی دی. دغه آژانس د بدخشان د مرستیال والي گل احمد بیدار له قوله لیکلي دي چې تر اورښت وروسته د ځمکې ښویدني پېښه رامنځ ته شوې ده: «زموږ لومړني رپوټونه ښيي چې ۲۵ ښځې، ۲۵ ماشومان او دوه نارينه د جرم بالا په کلي کې وژل شوي دي.»
بیدار په خپلو خبرو کې ویلي دي چې دغو خلکو زموږ د خبرداریو سره سره، سیمې نه ده پریښي. د آلمان د خبري آژانس سره په یوه تلیفوني تماس کې بيدار اندېښنه څرگنده کړې ده چې ښایي د قربانیانو شمیر نور هم زيات شي.