په بحرين کي يوه فعاله په درې کاله بند محکومه سوه
۱۳۹۳ آذر ۱۴, جمعهد بحرين د پاچهي حکومت ټول هغه کسان چي د دوی پرضد وي له مخه ليري کوي. د دغه هيواد يوې محکمې اوس د ديموکراسۍ يوه فعاله او مشهوره وبلاگ ليکونکې زينب الخواجه د پاچا د عکس د څيرلو په خاطر په درې کاله بند محکومه کړې ده.
هغه دغه راز پاچا ته د توهين په خاطر ۶۵۰۰ يورو نقدي جريمه سوې هم ده. د بخښني نړيوال سازمان د بحرين د محکمې پر دغه حکم باندي اعتراض کړی دی.
دغه سازمان پر مېرمن الخواجه، باندي د ټولو صادر سوو احکامو د لغوه کولو غوښتنه کړې ده. د بخښني نړيوال سازمان دغه راز ويلي دي که پر الخواجه باندي حکم پلي سي دا به د بحرين د «سياسي بنديانو» په برخه کي وشمېرل سي.
د بشري حقونو د مدافعانو په خبره، پر دغي فعالي باندي چي څو اوونۍ دمخه مور سوې ده، د پوليسو و يو مامور ته د توهين په تور به هم محاکمه سي.
زينب الخواجه، د بحرين د اپوزيسيون د يوه مشهور سياسي بندي عبدالهادي الخواجه لور ده. عبدالهادي الخواجه په بحرين کي په عمري بند محکوم سوی دئ.
تيره مياشت د عبدالهادي مشره لور مريم الخواجه پر يوې ښځينه پوليسي باندي د حملې په تور په يوه کال بند محکومه سوه.
زينب او پلار ئې عبدالهادي الخواجه په ۲۰۱۱م کال کي د عربي پسرلي په مهال په بحرين کي د سياسي اصلاحاتو غوښتونکي سوي ول. دوی د بحرين د حکومت پرضد په اعتراضونو کي ونډه لرله.