په بالکان کي سېلابونه
دوامداره بارانونو په سربستان او بوسنيا کي په لسونو زره انسانان د خپلو کورونو پرېښوولو ته اړ ايستلي دي. ډېر ښارونه او کلي اوبو لاندي کړي دي.
کلي تر اوبو لاندي
په سربستان او بوسنيا کي د دوامداره او سختو بارانونو له کبله ډېر کلي او ښارونه د سېلابونو سره مخامخ سوي دي. د چارواکو په وينا د ۴۰ ساعتو په جريان کي دومره باران وسو چي د باران د عادي موسم پر وخت په دوو مياشتو کي نه کيږي.
د سېلاب پر ضد مبارزه
د سېلابونو څخه تر ټولو زياته هغه سيمه اغېزمنه سوې ده چي د ساو سيند شاوخوا پرته ده. دغه سيند د سربستان د پلازمېني بلګراد په لوېديځ کي پروت دی. د اوبرېنوواچ د سيمي د کورونو څخه تقريبا ۹۰ فيصده تر اوبو لاندي سوي دي. خلک هڅه کوي چي له کورونو څخه خپلي شخصي شمتنۍ وباسي.
په سلګونو کورونه تر اوبه لاندي دي
د اوبرېنوواچ په سيمه کي د اوبو هغه استنادي دېوالونه مات سول چي د هيواد په تر ټولو لوی برېښنا توليدونکې دستګاه راګرځېدلي دي. د دغه سيمي ټول شل زره اوسېدونکي احتياطا له سيمي څخه مسؤنو سيمو ته انتقال کړل سول. په بوسنيا کي ۶۰۰۰۰ او په سربستان کي ۹۵۰۰۰ کورنۍ د برېښنا څخه محرومه سوي دي.
بندي لاري
د سربستان په پلازمېنه بلګراد کي تفرافيک بالکل ودرېدی. نوموړي هيواد اضطراري حالت اعلان کړی دی. لومړي وزير اليکساندر ؤچيچ د یوې داسي طبيعي فاجعې څخه خبره کړې ده چي د نوموړي په وينا د دغه هيواد په تاريخ کي ساری نه لري.
تر لوشو لاندي پټ سړکونه
په بوسنيا هېرڅوګووينا کي هم اضطراري حالت اعلان سوی دی. په دغه هيواد کي د شنبې په ماخستن (د می ۱۸مه ) د ساو سيند اوبه تر څنډي واوښتې. د دغه سيند اوبو د کرواسيا سره پر سرحد پرتو سيمو بندونه هم له منځه وړي دي. د بوسنيا په شمال کي لس زره انسانان دې ته اړ سول چي خپل کورونه پرېږدي او نورو سيمو ته پناه يوسي.
شلېدلي اړيکي
په سرايېوو کي د ميلياچکا سيند تر څنډي واوښتی او په سونو کورونو تماس يې له نوري نړۍ څخه قطع کړ. د دغې سيمي خلک د امکان تر حده نورو سيمو ته لېږدول کيږي.
خراب سوي سړکونه
د سربستان او مونتنېګرو تر منځ ترافيکي بهير درول سوی دی. په ډيرو سيمو کي د اورګاډو پټلۍ او سړکونه تر اوبو لاندي دي او پکښي ډېر موټر هم بند راغلي دي.
سيندونه د بهېدو له پاره نوي لاري نيسي
د سربستان او بوسنيا د ګڼ شمېر کلو او ښارونو خلکو خپل کورونه پرې ايښي دي. د دواړو هيوادونو عسکرو خوندي سيمو ته د خلکو په ترانسپورت بوخت دي. په عيني حال کي د تقريبا ۱۰۰ زرو کورونو برېښنا تللې ده. په ټوليزه توګه د سويلي اروپا په يادو هيوادونو کي تر يو ميليون زيات انسانان سيلابونو اغېزمن کړي دي.
د ژغورني په تمه
په اغېزمنو سوو سيمو کي په زرونو انسانان په خپلو کورونو کي بند پاته دي او د ژغورني په تمه دي. اټکل کيږي چي سيلابونو يوازي په سربستان کي تر يو ميليارد يورو زيات مالي تاوانونه اړولي دي.
له هوايي لارو مرسته
په بوسنيا او سربستان کي د سيلابونو له کبله د وژل سوو انسانانو شمېر تر ۲۰ اوښتی دی. څرخۍ الوتکي او کښتۍ په دوامداره فعاليت بوختي دي، څو بند پاته سوي انسانان و خونډي ځايونو ته انتقال کړي او اړينو خلکو ته مرستي ورسوي.
د اروپايي اتحاديې مرسته
د آلمان په شمول د اروپا يو شمېر نورو هيوادونو د بوسنيا او سربستان له سيلاب ځپلو سيمو سره مرستي اعلان کړي دي. په دې ترڅ کي اغېزمنو سوو سيمو ته قوي اوبه پمپ کوونکي دستګاوي او تخنيکي سامان آلات هم لېږدول سوي دي.