1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بالي کي د بم اېښوونکي پر ضد محکمه پیل سوه

۱۳۹۰ بهمن ۲۴, دوشنبه
https://p.dw.com/p/142hO

په اندونیزیا کی د بالی د بم ایښودونکي پر ضد محکمه تر سختو امنیتی تدابیرو لاندی پیل سوه. پر اندونیزیایی عمر پاتیک باندی تور لګول کیږي چی په ۲۰۰۲ کال کی یې د بالی په بمی بریدونو کی لاس درلود. دی اوس د مرګ د سزا سره مخامخ دی. په دغه پېښه کی هغه وخت ۲۰۲ کسان چی په هغو کی ۸۸ توریستان او شپږ آلمانان هم شامل وه ، ووژل سول. امریکایی چارواکو د هغه د نیولو د پاره یو میلیون ډالر په پام کی نیولی وه. پاتیک بلاخره د پاکستان په اېبت آباد کی ونیول سو. په دغه ښار کی څو میاشتی وروسته د القاعده مشر اسامه بن لادن هم ووژل سو.