په بادغيس کښي جنګونه او نښتي
۱۳۸۷ خرداد ۱۳, دوشنبهاعلان
د نښتو په ترځ کښي پنځوس تنه طالبان وژل سوي دی .
د بادغيس د امنېې د قوماندانۍ وياند عبد الرؤف احمدي نن سهار وويل،چه پرون شپه تقريبآ دووسوو طالبانو د بالای مرغاب پر ولسوالي باندي حمله وکړه ، او46 طالبان او يو پوليس وژل سوي دي . 30 نور ياغيان او څلور امنيتی مامورين ټپيان سوي دي .د آيساف نړيوالو قواوو د طالبانو پر مورچلونو باندي هوايي بريدونه تر سره کړي دي . په بادغيس او همسايه ولايت فارياب کښی تيره مياشت آلماني پوځ دطالبانو پر ضد په عملياتو کښي برخه درلوده .