په بادغيس کي يو ايرانی په اعدام محکوم سوی دئ
۱۳۹۱ اسفند ۲۲, سهشنبهد بادغیس ولایت ښهري محکمې یوه ایراني وګړي ته د اعدام سزاواوروله، ویل کيږي چي دغه تن افغانستان ته له قانوني سنادو پرته راغلی وو او د جاسوسۍ اسناد ورسره نیول شوي دي.
د بادغیس د والي ویاند سید شراف الدین مجیدي، په يوه تليفوني تماس کي دویچه ویله ته وویل: «له متهم سره پولیسو د جرم کره اسناد نیولي دي په تحقیقاتو کې یې هم پر جرم باندي اعتراف کړی دی»
د هغه په خبره محمد محمدي چي د پلار نوم یې علی دی، د ایران د اسلامي جمهوریت تابعت لري او یوه میاشت وړاندي د بادغیس ولايت په سنګ اتش سیمه کي نيول شوی وو.
مجيدي زياته کړه له نيول شوي کس سره د جاسوسۍ وسایل تليفون او نوراسناد پولیسو ته په لاس ورغلي دي: «دغه کس ته تیره ورځ په لومړنۍ محکمه کې د څارنوال له صورت دعوا او مدافع وکیل تر دفاعیه اوریدو وروسته قاضي د اعدام حکوم واوراوه.»
مجیدي وايي متهم د پریکړې پر وخت حاضر وو، مدافع وکیل یې هم لاره خو دا چي څارنوال یې په اړوند د جرم کره شواهد او اسناد وړاندي کړل دفاعیه یې کمزورې وه.
د والي ویاند تشریح نه کړه چي څه ډول جاسوي یې کوله، خو ویویل د تحقیق پر مهال زیاتی نه دی ورسره سوی. د افغانستان د قانون له مخي دغه کس په دوو نورو محکمو کي هم له ځانه د دفاع حق لري.
د راپورونو پر اساس د بادغيس ولايت د مقر ولسوالۍ سنګ اتش سيمه تر ډيره ځايه د طالبانو په لاس کي ده.
د حقوقي چارو يو شمېر افغان کار پوهان د اعدام دغه پریکړه مناسبه بولي او استدلال کوي چي هر بهرنی وګړی چي یوه هیواد ته په ناقانونه بڼه داخل او د ملی امنیت له پاره یې د خرابۍ هڅي وکړي له ورته برخلیک سره مخامخ کیږي.
په هرات کې د سیاسی او حقوقی چار یوکار پوه استاد عین الدین جلال وايي: «په افغانستان کې د ایران لاس وهنه په بیلابیلو برخو کې د لمر په شان روښانه ده، خو یو شمیر افغان مامورین یې پر حقیقت سترګې پټوي. په ایران کې په زرو افغانان همدا اوس د زندان د تمبو شاته د اعدام انتظار کاږي.»
دا لومړی ځل دی چي په افغانستان کې یوه بهرنی وګړی ته د لومړنۍ محکمې له خواه د جاسوسۍ په تور د اعدام حکوم اورول کيږي. د دغې پریکړي په اړوند په افغانستان کي د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت له خوا کوم غبرګون نه دی ښوول سوی دی، او نه يې هم رسنيو ته څه ويلي دي.