1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اېټاليه کي چاودنې ۶ انسانانو ته مرگ ژوبله واړوله

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۰, شنبه
https://p.dw.com/p/14yhK

د اېټاليې په هيواد کي د شنبې په ورځ يوه ښونځي ته نزدې په چاودنه کي يو کس وژل سوی او شپږ نور ژوبل سوي دي. د اېټالوي چارواکو په وينا دغه پېښه د اېټاليې په سويل کي د برينديسي په سيمه کي سوې ده. يوه چارواکي ويلي دي چي دا لا نه ده معلومه چي ايا په چاودنه کي د يو بم او که د دوو بمونو څخه کار اخيستل سوی وو. زياته سوې چي دا هم په بشپړه توگه لا نه ده څرگنده چي دا چاودنه د بمونو او که د بل شي له کبله رامنځ ته سوې ده.