په اېټاليه کي د سپما د سياست پر ضد احنجاجونه تر سره شول
۱۳۹۱ خرداد ۲۸, یکشنبهاعلان
د اېټاليې په پلازمېنه روم کي د لومړي وزير ماريو مونټي د سپما د سياست پر ضد په لسگونو زرو انسانانو احتجاج وکړ. احتجاج کوونکو له حکومت څخه غوښتنه کوله چي په ټولنيزو مصارفو کي د سپما په مقصد کمښت را نه ولي.
احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چي د سپما پر ځای دي حکومت د روزگار له پاره د نوو مواقعو د برابرولو هڅه وکړي. د احتجاج د تنظیموونکو په وينا په دغه احتجاج کي دوه سوه زرو انسانانو برخه اخيستې وه. د اېټاليې په بلوگونا، کي هم احتجاجونو سوي دي چي پکښي د تاوتريخوالي پيښي هم رامنځ ته سوي دي.