1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کې پارلماني ټاکنی پیل شوې

۱۳۹۰ اسفند ۱۲, جمعه

په ایران کې پیل شوي پارلماني ټاکني د دغه هیواد د مذهبي مشر آیت الله علی خامنه یي، او د ولسمشر محمود احمدي نژاد تر منځ د قدرت پر سر د زور ازمویلو تر سیوري لاندي دي.

https://p.dw.com/p/14CxH
انځور: Reuters

د ایران اصلاح غوښتونکي کابو په بشپړه توګه شنډ کړای شوي دي. د ۲۰۰۹ میلادي کال د ولسمشرۍ د شخړه ییزو ټاکنو، د خلکو د پراخو احتجاجونو او د برچې په زور د هغو له ټکولو څخه وروسته په ایران کې سیاسي منظره بدله شوې ده.

د ایران اصلاح غوښتونکی رضا علیجاني، چې په جلا وطنۍ کی ژوند تیروي په دی اړه وایی:

« پخوا به په اکثرو پارلماني ټاکنو کې لږ تر لږه د بیلابیلو سیاسي اړخونو ترمنځ د قدرت پر سر یوه مبارزه وه. خو په روانو پارلماني ټاکنو کې ډیری سیاسي قوتونه شنډ کړل شوي دي او ځینی حتی زندانونو ته اچول شوي دي.»

د اپوزیسیون دوه مشران، سید حسین موسوي او مهدي کروبي په خپلو کورونو کې تر نظربندۍ لاندي دي. ډیری اصلاح غوښتونکي بندیان یا بهر ته کډه شوي دي او د جلا وطنۍ شپې او ورځې تیروي. ځینې نور چې د هیواد په دننه کې پاته دي، هغوی په سیاسي پیښو کې ډیر لږ نقش لري. هغوی په پارلماني ټاکنو کې خپل ګډون له یو شمیر شرطونو سره تړلی دئ:

« د اپوزیسیون د دوو مشرانو نظربندۍ ته د پای ټکی ایښودل، د سیاسي بندیانو خوشي کول، د رسنیو او ګوندونو له پاره د یوې آزادي فضا جوړول او په خاصه توګه دا تضمین چې ټاکني رڼې او عادلانه سرته رسول کیږي.»

دا چې دا شرطونه پوره نه شول، نو اصلاح غوښتونکو روانو پارلماني ټاکنو ته خپل کاندیدان معرفي نه کړل. دغه راز هغوی دا اعلان هم وکړ چې له هیڅ بل کاندید سره به هم ملاتړ ونه کړي، پرته له دې چی هغه څوک دي او کوم اړخ پورې تړلی دئ. لنډه دا چې هغوی په حقیقت کې دغه ټاکني تحریم کړي دي.

خو د اصلاح غوښتونکو له خوا تحریم د دغو ټاکنو یواځنۍ خصوصیت نه دئ، بلکه بله خبره دا ده چې د محافظه پالو اړخونو چې «اصول ته د وفادارو» په نامه یادیږي، ترمنځ هم یووالی نه شته. دا چې د هغوی ستر سیال اړخ یعني، اصلاح غوښتونکی په دې ټاکنو کې برخه نه لري، د محافظه پالو مختلفو ډلو او جریانونو استازو د یو بل پر ضد د مخالفت غږونه پورته کړي دي. د بیلگې په توګه په تهران کې د هغوی کاندیدان لږ تر لږه په اتو لستونو کې څرگند شوي دي.

خو د ایران د سیاست د تګ لارې له پاره مهمه خبره د دوو سترو محافظه پالو اړخونو، یعنې د مذهبي مشر آیت الله علی خامنه یي او د ولسشمر محمود احمدي نژاد تر منځ د قدرت پر سر اختلاف دئ. په ټاکنو کې برخه اخیستونکي باید له یوه یا بل اړخ سره ملاتړ وکړي. د دغو دواړو ترمنځ د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته اختلافات رامنځ ته شول.

دا چې په ټاکنو کې د رژیم اصلي سیاسي مخالفین ګډون نه لري، د قدرت خاوندان هڅه کوي چې په ټاکنو کې ډیر زیات راي ورکونکي ګډون وکړي. له دې سره رژیم هڅه کوي چې خپل مشروعیت په دننه او بهر کي ثابت کړي.

تر ټاکنو مخکې خامنه یي په خپله اصطلاح « د رسنیو په نړۍ کې تالیڅټو» ته خبرداری ورکړ چې د دې هڅه دي نه کوي چې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون مخه ونیسی: « په ټاکنو کې د خلکو ګډون د هیواد د پرمختګ له پاره خورا مهم دئ تر څو هغه له غلیم څخه ژغورلی پاته شي او هغه شاتګ ته مجبوره کړي.»

خو د ایران اصلاح غوښتونکو پر خلکو غږ کړی دئ چې په خپلو کورونو کې پاته شي. د اصلاح غوښتونکو یو مهم استازي، مهدي خاصلی له بندې کیدو څخه لږ مخکی دویچه ویله ته د جنوری په پیل کی ویلي وو: « د مارچ په دوهمه به موږ د داسي یوه تهران شاهدان اوسو چې پکښې به چوپه چوپتیا خوره وي.»

احدي شهرامي/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض