په ایران کې د ژغورونکو او کشفي سپو آلماني روزونکي
د ایران د سرې میاشتې غړي په اصفهان کې له ژغورونکو او کشفي سپو څخه کار اخیستنه زده کوي. ۱۱ ایراني روزونکي چې په آلمان کې یې په یوه تخصصي دوره کې ګډون کړی وو له خپلو درو آلماني روزونکو سره د سرې میاشتې غړي روزي.
د ایران په اصفهان ښار کې د هلال احمر یا سره میاشتې ۷۳ ایراني روزونکي د ژغورونکو او کشفي سپو څخه د استفادې په برخه کې روزنه ویني.
۱۱ ایراني روزونکي چې په آلمان کې یې په یوه تخصصي دوره کې ګډون کړي وو له خپلو دری آلماني روزونکو سره د سره میاشتې غړي روزي.
د «هلال احمر» یا ایران د سره میاشتې کمیټې د رپوټ پر بنسټ د ژغورنې او کشفي سپو ټیم چې له نن څخه ۱۹ کاله مخکې جوړ شوی وو اوس په نړیواله کچه روزنه ترلاسه کوي.
آلماني روزونکي د ایراني روزونکو د روزنې طرز او طریقه څاري او هغوې ته لازمې لارښوونې کوي.
په ایران کې د آلماني روزونکو تر څار لاندې د کشفي او ژغورونکو سپو روزنه
ګډون کونکي په دغه روزنیزه دوره کې په غریزو سیمو، سیلاب او نورو طبیعي افاتو پر مهال په رواني توګه زیانمنو شوو سره د مرستو لارې چارې او مسلکي اصول زده کوي.
د ډله ييز کار، د عملیاتو لارښوونه، په کانونو او زیر زمينیو کې د کار او پلټې طریقي هم په دغه دوره کې ګډون کوونکو ته ښوودل کیږي.
دغه روزنیزې دورې په دوو پړاوونو کې ترسره کیږي چې یو یې د هیواد په کچه او بل یې په نړیواله کچه.
د آلماني روزونکو تر څار لاندي د ایراني روزونکو له خوا د کشفي سپو ځانګړې روزنه .
د ایران هلال احمر یو له هغو سازمانونو څخه دی چې له ژغورونکو سپو څخه استفاده کوي.
د هلال احمر یا سره میاشتې سازمان د مشر په خبره د ژرمن شیرد، نسل شپو ته د دوو کلونو له پاره ځانګړې روزنه ورکول کیږي.
د ایران د سره میاشتې رئیس په خبره له دغو سپو څخه د هیښتیا او عاطفې ۱۴ ډوله آزموینه اخیستل کیږي. هغه سپې چې وحشي وي او یا هم د هیښتیا ټیټه کچه لري، د روزل شوو سپو له لیست څخه ایستل کیږي.
روزل شوي سپي کولی شي د طبیعي پيښو په جریان کې د ډیر شمیر قربانیانو ژوند وژغوري.
په ایران کې د آلماني روزونکو تر څار لاندې د کشفي او ژغورونکو سپو روزنه
روزل شوي سپي کولی شي د طبیعي پيښو په جریان کې د ډیر شمیر قربانیانو ژوند وژغوري.
روزل شوي سپي کولی شي د طبیعي پيښو په جریان کې د ډیر شمیر قربانیانو ژوند وژغوري.