1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کې دوه افغانان په اعدام محکوم شول

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ تیر ۱۰, پنجشنبه

د ایران یوې دولتي ورځپاڼي د پنجشنبې په ورځ لیکلي دي چې دغه هیواد دوه تنه افغانان پر یوې فرانسوۍ سيلانۍ باندي د جنسي تیري په جرم په اعدام محکوم کړي دي. په پېښه کې دوه نور تورن افغانان اوس هم لا درکه دي.

https://p.dw.com/p/1JGcK
انځور: IRNA

دوه نور تورن کسان چې د دوسیې په جریان کې تښتیدلي دي، اوس هم لادرکه دي. دغو دواړو کسانو پر دغي فرانسوۍ نجلۍ باندي له جنسي تیري کولو څخه انکار کړی وو.

پر دغي نجلۍ باندي د تیر کال د سپتمبر میاشتي پر نهمه نېټه تهران ته نزدې د فراهزاد په سیمه کې جنسي تیری شوی وو.

دغه سيلانۍ بيا وروسته د یوه بل افغان له خوا ژغورل شوې وه.

د ایران حکومت همداراز یو بل افغان ځکه جریمه کړی دی چې هغه له هیواد څخه د دوو تورنو کسانو په تیښته کې مرسته کړې ده.

په ایران کې تر درو میلیونو ډیر افغان کډوال ژوند کوي خو یوازي پوه پر دریمه برخه یې قانوني اسناد لري.

تيرکال له ايران څخه ډېر افغان کډوال اروپا ته د مهاجرت په موخه روان شول، چي ډېری يې اوس يا په ترکيه يا په يونان کي بند پاته دي.