په اپیلو کې جگړه روانه ده
۱۳۹۱ مرداد ۳۱, سهشنبهاعلان
د سوریې په تر ټولو لوی ښار اپیلو کې اوس هم جګړه روانه ده. د ملګرو ملتونو څارونکو تر یوه څلور میاشتیني ناکام ماموریت وروسته د سوریې پلازمینه دمشق، پریښې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو نوي ځانګړي استازي لخذر ابراهیمي په فرانسې کې د دې هیواد له ولسمشر سره د سوریې په اړه خبرې اتري کړي دي. ابراهیمې وايی چې فرانسه د سوریې په موضوع کې یو ډیر مهم هیواد دﺉ.