1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايټاليا کي يو هوټل تر واوري لاندي سوی

۱۳۹۵ دی ۳۰, پنجشنبه

د ايټاليا په مرکزي برخه کي يو درې پوړيز هوټل تر واوري لاندي سوی. د رسمي معلوماتو له مخي په دغه پېښه کي ډېر خلک وژل سوي دي. په دغه سيمه کي ډېر نور خلک د زلزلې او واوري ښويدني له ويري خوب نه لري.

https://p.dw.com/p/2W2P4
Italien Lawine verschüttet Hotel
انځور: picture alliance/dpa/Vigili del Fuoco

د پنجشنبې په ورځ سهار د ايټاليا د مرکزي برخي په «فاريندولا» سيمه کي د «ريگو پيانو» په نوم درې پوړيز هوټل د واوري ښوېدني له امله تر واوري لاندي سوی. ويل سوي دي چي په هوټل کي د کارکوونکو په گډون ۳۰ تنه موجود ول چي کيدای سي ډېر ئې وژل سوي وي.

د ايټاليا «Ansa» خبري آژانس د فاريندولا ښاروالۍ د چارواکو په حواله راپور ورکړی دئ چي ژغورونکي ډلي په هوټل کي د ډېرو کسان د مرگ خبره کوي. ژغورونکو ډلو ويلي دي: «موږ ږغ ورکوو خو له دننه هيڅوک جواب نه وايي.» ويل سوي دي چي يو جسد تر اوسه پوري موندل سوی دئ.

د پيښي له سيمي څخه ژغورنوکي ادارې ته د تليفون له لاري د ځايي خلکو له خوا ډېر لنډ پيغامونه رسېدلي دي: «مرسته، مرسته موږ له يخنۍ مرو.»

دغه هوټل د سمندر له سطحي ۱۲۰۰متره لوړ د سيکي لوبو له پاره په يوه ځانگړې سيمه کي جوړ سوی دئ. د ايټاليا د ژغورني ادارې د معلوماتو له مخي ژغورونکي ډلي تر اوسه پوري توانېدلي دي چي يوازي دوه کسان چي تر هوټل دباندي په يوه موټر کي تر واوري لاندي سوي ول ژغورلي دي.

دغه واوره ښويدنه له هغه وروسته سوې چي د چهارشنبې په ورځ د ايټاليا مرکزي برخه څلور واري زلزلې و لرزوله. په دغه زلزله کي يوه کس وژل سوی او يو بل ورک سوی دئ. د دغو زلزلو شدت د ريشتر په کچه ۵ درجې ښوول سوی دئ.

تر دغو زلزلو وروسته په آبروتسو ښار کي په زرونو کورونه او په مارچه ولايت کي ۳۰ زره کوره تخليه سول. دغه زلزلې له واوري او بارن سره چي له ۲۴ ساعتو راهيسي روان دي يو ځای وې.

واوري او باران د ژغورني عمليات هم له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

نور مطالب: